هرات کې ۱۰ زره بې روزګاره ماشومان د حکومت پام غواړي

د خپريدو وخت: 12:19 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

د هرات ښار په هر سړک او د هر پارک شاوخوا په لسګونو کارګر ماشومان ترسترګو کېږي.

په لوېدیځ ولایت هرات کې د هغو ماشومانو شمېر په بې سارې توګه زیات شوی، چې په سړکونو او کوڅو کې کار کوي.

د هرات ښار په هر سړک او د هر پارک شاوخوا په لسګونو کارګر ماشومان ترسترګو کېږي.

دوی یا د خلکو بوټونه رنګوي او یا په مځکه پرتې خځلې او مصرف شوي پلاستیکی توکي راټولوي.

عبدالحمید لس کلن ماشوم وايي: ''زه پلاستیکي لوښي راټولوم . دا بیا خرڅوم. زما ورور او پلار هم کار کوي. زه دا پلاستیکي او حلبي [اوسپنیزه توکي] په ورځ کې په ۵۰ یا ۶۰ افغانیو خرڅوم.''

څو موده مخکې د هرات د کار او ټولنیزو چارو ادارې د یونیسف په مرسته د ترسره شوې سروې په نتیجه کې اعلان وکړ چې په هرات کې اوه نیم زره دا ډول ماشومان شته خو په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر وایي د سړکونو پر مخ د کارګرو ماشومان شمېر له اتو نه تر لس زره کسانو ته رسېږي.

"افغانان رڼا راتلونکی ته په تمه دي، خو که ماشومان همداسې پاتې شي، دوی به د سیمې او نړۍ په کچه د خپل هېواد د بیارغاونې لپاره څه وکړي."

د نوموړي دفتر د ماشومانو د ملاتړ د څانګې مشر عبدالعظیم اکید، د دې ډول ماشومانو راتلونکی د اندېښنې وړ بولي: ''د اوس لپاره یوه جدي اندېښنه شتون لري . دا ماشومان ستونزې لري، له ښوونې او روزنې پاتې شوي. ټوله ورځ په کوڅو او بازارونه کې تګ و راتګ کوي. د ناوړه ګټو لکه جنسي تیري ښکار ګرځي. هغه کسان چې د نشه یي توکو معاملې کوي له دوی څخه په دې برخه کې هم ناوړه ګټه اخلي. خپله ماشومان هم په ناقانونه کارونو لاس پورې کوي.''

په هرات کې ځینې دولتي او نادولتي کړۍ وایي تراوسه د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې د فعاله څانګو د هلوځلو اېز چندان څرګند نه دی.

ارمانونه ډېر دي، خو دی ټولو ارمانونو او موخو ته د رسېدو لپاره سر له اوسه باید د ماشومانو د روزنې او د هغوی د اقتصادي ځواکمنتیا لپاره هڅه وشي.

په هرات کې د کار او ټولنیزو چارو ادارې د ماشومانو د ساتنې یا محافظت د څانګې مشر غلام رسول عمري : ''دا واقعیت لري چې نن د هرات په ښار کې د ېرو کلونو په پرتله، په زیاته کچه د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې.

له بده مرغه په کافي کچه خدمتونه دوی ته نه وړاندې کیږي لکه د ښونیزو کورسونو جوړول، او د دوی د کورنیو سره اقتصادي مرستې چې دوی خپل ماشومان سړکونو ته د کار لپاره ونه لېږي. د هغو اینجوګانو له خوا چې په دې برخه کی کار کوي په کافي کچه مرستې نه دي کړې.''

افغانان رڼا راتلونکی ته په تمه دي، خو که ماشومان همداسې پاتې شي، دوی به د سیمې او نړۍ په کچه د خپل هېواد د بیارغاونې لپاره څه وکړي.

ارمانونه ډېر دي، خو دی ټولو ارمانونو او موخو ته د رسېدو لپاره سر له اوسه باید د ماشومانو د روزنې او د هغوی د اقتصادي ځواکمنتیا لپاره هڅه وشي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .