افغانستان کې ایډز په ډېرېدو دی

د خپريدو وخت: 06:59 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

نن د دسمبر لومړۍ نېټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. شمېرې د دې ناروغۍ په سلو کې ۵۰ کموالی ښيي.

نن د دسمبر لومړۍ نېټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. شمېرې د دې ناروغۍ په سلو کې ۵۰ کموالی ښيي.

په داسې حال کې چې نړۍ د ایډز د ورځې ۲۵مه کلیزه لمانځي، د ملګرو ملتونو د ایچ ای وی ایدز ګډ پروګرام په دا وروستیو کې داسې شمېرې خپرې کړې دي چې په ۲۵ هېوادونو کې د دې ساري ناروغۍ په سلو کې ۵۰ کموالی ښيي.

په ایچ ای وي اخته ډېر کسان اوس داسې درمل تر لاسه کوي چې ناروغي یې کنترولوي او د خلکو ژوند خوندي کوي خو د رپوټ په لیکنه لاهم میلیونونه وګړي درملنې ته اړتیا لري او درمل نه ورته رسیږي.

ایچ ای وي ایډزهغه ناروغي ده، چې په افغانستان کې مخ په ډېرېدو ده او د کورنیو لپاره د داسې ناروغانو قبلول تر ډیره حده ناشوني دي.

ډېر افغانان په دې باور دي چې دا وایروس یوازې د جنسي اړیکو له لارې لېږدي. خو په دغه هېواد کې د ایډز د ناروغۍ د ډېرېدو سبب پر نشه د روږدو کسانو له خوا په دغه وایریوس د ککړو پچکاریو کارول دي.

د ایډز د ناروغانو لپاره ژوند په ټوله نړې کې سخت دی. خو د افغانستان په شان دود پاله ټولنه کې بیا ښايي ډېر سخت وي.

په افغانستان کې د ایډز ناروغي د لېږد لوی علتونه نامشروع جنسي اړیکې، د ککړو پچکاریو کارول او د وینې انتقال دی.

تر ډېره حده د ایډز د ناروغۍ درملنه ناشونې ده، خو په دا وروستیو کې د دغې ناروغۍ لپاره د یو شمېر درملو وړاندیز شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ایډز ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښنه ښيي.

"افغانستان کې شاوخوا درې زره کسان په ایډز اخته دي او د سږ کال شمېرې ښیي چې په ایډز اخته کسان ۸۵ سلنه نارینه او اکثر یې په نشه روږدي کسان دي."

ډاکټر پیکان

په دغه وازرت کې د ایډز د کنټرول د برخې مسوول ډاکټر پیکان وايي، پر دغه ناروغي د اخته کسانو لپاره د دوو مرکزونو له لارې درمل وېشل کیږي او د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي د رامنځ ته کولو لپاره ۲۴ مرکزونه جوړ شوي.

د هغه په وینا افغانستان کې شاوخوا درې زره کسان په ایډز اخته دي او د سږ کال شمېرې ښیي چې په ایډز اخته کسان ۸۵ سلنه نارینه او اکثر یې روږدي کسان دي.

نوموړی وايي "د سږ نیو شمېرو له مخې په ایډز اخته ۲۰۰ کسان د عامې روغتیا په وزارت کې ثبت شوي دي، البته له ۱۵ ولایتونو څخه. په ایډز د اخته کېدو د مخنیوي لارعامه پوهاوی دی. له همدې امله د سږ کال لپاره د ((ښه پوهیدل ښه ژوند کول)) شعار غوره شوی دی.

ټول خلک باید په دې پوه شي چې ایډزله کومې لارې انتقال کوي او له کومې لارې یې نه کوي. د لاس ورکولو، په یو کوټه کې د ژوند کولو، په یوه حوض کې د لامبو کولو، په یو دسترخوان د ډوډۍ خوړلو له لارې ایډز یو بل ته انتقال نه کوي، یانې د ایډز ناروغان هم کولای شي د نورو ناروغانو په شان په یوه کور کې ژوند وکړي. "

په دا وروستیو کې افغان حکومت د ایډز د ناروغې د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي یو پراخ پروګرام پیل کړی دی او لومړی ځل یې د ایډز ناروغۍ په اړه معلومات، تېر کال د ښوونځيو په تعلیمي نصاب کې شامل کړل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .