د افغان ماشومانو د حالت په اړه غور کېږي

د خپريدو وخت: 13:14 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو لسو کلونو کې د ماشومانو د روغتیا برخې پاموړ پرمختګ کړی دی.

کابل کې کابو ۳۰۰ افغان او بهرني روغتیايي کارپوهان، ډاکټران او د پوهنتونو استادان افغانستان کې د ناروغیو له کبله د ماشومانو د مړینې او معلولیت د کچې د راکمولو لپاره د غور او خبرو اترو لپاره سره راټول شوي دي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د ماشومانو لپاره د فرانسې انسټیټوت او د پاکستان په کراچۍ کې د اغا خان پوهنتون په نوښت جوړه شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دوی په دغه هېواد کې د ماشومانو د مړینې کچې په راکمولو کې بریالي شوي، خو یو شمېر نادولتي بنسټونه بیا پر دې باور دي، چې افغان حکومت د ماشومانو د روغتیا پر وړاندې پرتو خنډونو په له منځه وړلو کې پوره هڅې نه دي کړې.

په دغه غونډه کې د زړه ناروغیو، د نویو زېږېدلو ماشومانو رنځونو، داخله، ارتوپیډي، پلاسټیکي جراحي او انستیزۍ برخې د پرمختیا په اړه خبرې کېږي. په غونډه کې پر افغان کارپوهانو سربېره له فرانسې، المان، هسپانیا او پاکستان څخه راغلي روغتیايي متخصصین د یادو روغتیايي ستونزو په اړه غور کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو لسو کلونو کې د ماشومانو د روغتیا برخې پام وړ پرمختګ کړی دی. د دغه وزارت د چارواکو په خبره اوسمهال په هرو ۱۰۰ زرو نویو زېږېدلو ماشومانو کې ۹۷ تنه تر پنځه کلنۍ مخکې د بېلابېلو ناروغیو له کبله مري، چې ۱۰ کاله پخوا دغه کچه په هرو ۱۰۰زرو کې۲۵۰ تنه وه.

"د سینه بغل واکسین به هم ډېر ژر په هېواد کې ماشومانو ته کېدونکو واکسینو په نوملړ کې شامل شي."

ثریا دلیل

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل د روغتیايي مرکزونو ډېروالی او ډېرو ماشومانو ته د واکسینو رسېدل د کوچنیانو د مړینې د کچې د کمېدو لاملونه وبلل. خو نوموړې زیاته کړه، چې اوس هم یو شمېر درملنې وړ ناروغۍ د افغان ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

مېرمن دلیل د تېر په څېر یو ځل بیا وویل، چې د سینه بغل واکسین به هم ډېر ژر په هېواد کې ماشومانو ته کېدونکو واکسینو په نوملړ کې شامل شي.

اندېښنه

خو له بله پلوه د یادې غونډې یو شمېر ګډونوال بیا وايي، چې افغان دولت د ماشومانو د مړینې او معلولیت د کچې راکمولو لپاره اړتیا وړ هڅې نه دي کړې.

د غونډې ځینو ګډونوالو وویل، چې د افغانستان په ډېرو روغتیايي مرکزونو او په ځانګړي ډول لېرې پرتو سیمو کې کارپوه ډاکټران او سم درمل نشته.

یو شمېر ګډوانوالو دا هم وویل، چې اوس هم ډېرې افغان کورنۍ د واکسینو په ګټه نه دي پوهول شوې او لا هم دې ته چمتو نه دي، چې خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .