جلال اباد کې ډله ییز برید ۴ افغان سرتېري وژلي

د خپريدو وخت: 04:48 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

برید د یکشنبې پر ګهیځ شپږ بجې شوی دی.

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي، چې د ناټو او افغان ځواکونو پر یوې ګډې پوځي اډې د طالبانو ډله ییز برید کې لږترلږه څوارلس کسان وژل شوي دي.

چارواکو وايي برید کې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر ناټو پوځیان ټپیان دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال ویلي، چې دغه برید نهه ځانمرګو برید کوونکو په ډله ییز ډول کړی و، چې ټول ووژل شول.

د جلال اباد پولیسو مخکې د وژل شوو شمېر اووه کسه ښودلی و.

د افغانستان د ملي امنیت چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې ټول برید کوونکي (چې شمېر یې اووه کسان وو) وژل شوي دي.

خو ښاغلی مشرقيوال وايي، چې د برید کوونکو او امنیتي کسانو ترمنځ په نښته کې ۴ افغان ساتونکي او دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

بل خوا، د هوايي ډګر د ننه د ملي اردو یوه افسر، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، بي بي سي ته وویل چې په جګړه کې پنځه کسان وژل شوي، چې د ملي اردو جامې یې اغوستې دي، خو زیاتوي، چې لا مالومه نه ده چې وژل شوي د ملي اردو سرتېري دي او که برید کوونکي.

بل خوا یوې بلې سرچینې ویلي، چې پر لاره تېرېدونکي دوه ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خو په رسمي توګه دا خبره نه ده تایید شوې.

عيني شاهدانو د ډزو او چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

طالبانو ادعا کړې، چې ځینې جنګیالي یې سیمې ته ننوتي- خو په رسمي توګه یې دا ادعا نه ده تایید شوې.

"د ننګرهار هوايي ډګر د افغانستان په ختيځ کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو لوى پوځي مرکز دى، چې ختيځ ته زيات پوځي اکمالات له همدغه ځايه کېږي."

دوی دا هم ویلي، چې په دې ډله ییز برید کې په وسلو یوه سمبال جنګیالي یې له چاودېدونکو توکو ډک ګاډي د ډګر په ورودي دروازه کې الوځولی او ټول موانع یې له منځه وړي، چې په ادعا یې نور برید کوونکي ډګر ته ننوتي دي.

ناټو افغان ځواکونو ته د زیاتره سیمو د امنیت چارې سپارلې دي، چې دا لړۍ به د ۲۰۱۴ تر پایه بشپړه شي او جنګېدونکي بهرني ځواکونه به له هېواده ووځي.

د طالبانو یوه ویاند ویلي، چې برید یې په سیمه ییز وخت ګهیځ شپږ بجې پیل کړ دی.

ددوی ویاند دا هم ویلي، چې برید کوونکي یې هوايي ډګر ته ننوتي هلته یې ''ګڼ کسان وژلي'' دي.

دا لومړى ځل نه دى چې په ختيځ کې د ننګرهار پر هوايي ډګر دا وړ لوى بريد کېږي، شاوخوا شپر میاشتې وړاندې هم ورته بريد شوى و، چې امنيتي او ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

د ننګرهار هوايي ډګر د افغانستان په ختيځ کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو لوى پوځي مرکز دى، چې ختيځ ته زيات پوځي اکمالات له همدغه ځايه کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .