له باري ګاډو د ناقانونه پیسو اخیستل بند شول

د خپريدو وخت: 18:30 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

د سوداګریزو توکو د لېږد موټر چلوونکي هم د دې ګام هر کلی کوي.

افغان حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته هیڅوک حق نه لري په ناقانونه توګه د سوداګریزو توکو له لېږدوونکو موټرو په بیلا بیلو بهانو پیسې واخلي.

له دې وړاندې د ښاروالي، بیارغاونې او حق العبور په نامه په لویو لارو کې له دا ډول موټرو پیسې اخستل کېدې چې ویل کېږي یوه زیاته برخه یې د ځايي چارواکو جیبونو ته لوېدلې.

خو د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس وايي په تېره یوه میاشت کې د هېواد ختیځ او شمال ته یو پلاوی واستول شو چې په بیلابیلو نومونو په ناقانونه توګه د پیسو اخستلو مخه ونیسي.

نوموړی زیاتوي په دې موده کې ټولې غرفې او پاټکونه د دې پلاوي له خوا له لارې لرې شول، ښاغلی فردوس زیاتوي چې له دې پریکړې سرغړوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

د افغانستان د سواګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی د دې ګام هرکلی کوي او زیاتوي چې دا کار پر سوداګرۍ مثبت اغیز لرلای شي.

ښاغلی الکوزی وايي په هغو ولایتونو کې چې دا پریکړه عملي شوې په نرخونو کې پنځلس سلنه کموالی راغلی دی.

"هغو ولایتونو کې چې دا پریکړه عملي شوې په نرخونو کې پنځلس سلنه کموالی راغلی دی"

الکوزی

ښاغلی الکوزی ټینګار کوي چې دا پریکړه باید په جدي توګه عملي شي او زورواکي او چارواکي پرینښودل شي چې بیا دې کار ته مخه کړي.

د هغه په وینا خصوصي سکتور له حکومت سره دا منلې چې پر واردیدونکو توکو د ګمرکي محصول سفر اعشاریه پنځه ویشت سلنه د ښاروالۍ او پر هر لیټر تیل یوه افغانی د حق العبور لپاره بانک ته تحویل شي.

د هغه په وینا خصوصي سکتور له دوه نیم نه تر درې میلیونه ټنه تیل واردوي چې په دې کاره سره د ده په وینا میلیاردونه افغانۍ د سړکونو جوړولو او بیارغولو ته ځانګړې کېږي، او شخصي جیبونو ته یې د لوېدلو مخه نیسي.

د سوداګریزو توکو د لېږد موټر چلوونکي هم د دې ګام هر کلی کوي.

شفیق چې د پیښور کابل پر لویه لاره یو موټر چلوونکی دی وايی په دې کال ډیر خوښ دی، ځکه له دې وړاندې په بیلابیلو نومونو له دوی پیسې اخستل کېدې.

چارواکي وايي په نږدې راتلونکې کې به ټاکل شوي پلاوي د هېواد نورو سیمو ته هم سفر وکړي او د حق العبور او په نورو نومونو د پیسو اخستلو مخه به هم ونیسي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .