"د مياشتې له ۳۰۰ زيات امنيتي ځواکونه وژل کېږي"

د خپريدو وخت: 17:31 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391

افغان چارواکي وايي د مسئوليتونو له زياتوالي سره د مياشتې څه د پاسه ۳۰۰ سرتېري او پوليس وژل کېږي

افغان پوځي چارواکي وايي په داسې حال کې چې افغان امنيتي ځواکونه د جګړې زياتېدونکی مسئوليت پر غاړه اخلي، د مياشتې څه د پاسه ۳۰۰ سرتېري او پوليس وژل کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند محمد ظاهر عظيمي د دوشنبې پر ورځ (د دسمبر پر ۳ مه) وويل په داسې حال کې چې افغان پوځ او پوليس د خپل هېواد ۷۵ سلنه وګړيو سيمو کې د امنيت مخکښ رول پر غاړه اخيستی په دې تېر يوه ميلادي کال کې يې ترمنځ د مرګونو کچه لوړه شوې ده.

ښاغلي عظيمي چې په بروکسل کې يې د ناټو مرکز کې خبريالانو ته د وېډيويي تړاو له لارې خبرې کولې، دا په ګوته نه کړه چې دا شمېره سږ کال څومره لوړه شوې، خو ويې ويل چې هره مياشت ۱۱۰ سرتېري او ۲۰۰ پوليسان په نښتو کې وژل کېږي.

ده وويل "د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا په ريښتيا لوړه شوې او موږ په ۲۰۱۴ کال کې د ټول افغانستان امنيت ساتنې دندې پر غاړه اخيستو توان لرو."

له دې سره په توپير د ناټو سرتېريو ترمنځ د مرګونو کچه د ۲۰۱۲ کال له نيمې په پرله پسې ډول کمه شوې ده.

دغه نوې پرمختيا د بهرنيو ځواکونو د وتنې بهير سره هممهاله کېږي چې د پلان له مخې به خپل جګړه ييز رول په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسوي.

د ځينو شمېرو له مخې په تېر جولای کې ټولو پېښو کې ۴۵ تنه امريکايی او ناټو سرتېري وژل شوي، په اګست کې ۵۳ تنه، په سپتمبر کې ۲۷ تنه، په اوکتوبر کې ۲۳ تنه او په نومبر کې ۱۷ تنه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

له پاکستان سره د اړيکو ارزښت

"د ترهګرۍ ماتولو لپاره موږ خپل يوالي خورا زياته اړتيا لرو".

په همدې وخت کې ناټو د "ترهګرۍ" پر وړاندې جګړه کې له پاکستان سره د اړيکو پر ارزښت ټينګار کړی دی.

د ناټو سرمنشي اندېرس فو راسموسن د پاکستان بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر ته ويلي "د ترهګرۍ ماتولو لپاره موږ خپل يوالي ته خورا زياته اړتيا لرو".

ښاغلي راسموسن په يوه اعلاميه کې ويلي "په ناټو کې موږ پر دې ښه پوهېږو چې پاکستان په دغو هلوځلو کې لوړه بيه پرې کړې ده."

نوموړي زياته کړې "دا روښانه ده چې ستاسې سيمه کې د سولې او امنيت راوستل د پراخې نړيوالې ټولنې په ګټه دي. په دې کې افغانستان هم راځي چې پاکستان په کې ځانګړی رول لوبوي."

په اعلاميه کې ويل شوي مېرمن کر د شمالي اټلانټيک شورا سره چې د ناټو حکومتي اداره بلل کېږي، خبرې کړې، چې چارواکيو په کې "له پاکستان سره د همکارۍ او سياسي خبرو اترو پرمختيا ته خپل چمتوالی په ډاګه کړی دی".

اعلاميې زياته کړې د ناټو چارواکيو ټينګار وکړ چې "په افغانستان او سيمه کې د اوږدمهاله سولې او ارامۍ ډاډمنولو لپاره د پاکستان مثبته ښکېلتيا اړينه ده".

د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو غونډه

ټاکل شوې د ناټو تړون د بهرنيو چارو وزيران د سې شنبې پر ورځ (د دسمبر پر ۴ مه) په بروکسل کې په خپل مرکز کې دوه ورځنۍ غونډه پيل کړي.

د غونډې خبرو اجنډا کې به افغانستان د سر موضوع وي.

په افغانستان کې د امنيت مرستندويه نړيوالو ځواکونو (ايساف) ويلي د بروکسل غونډه کې به د ايساف ځواکونو ونډه والو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول، د جاپان بهرنيو چارو وزير، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه هم برخه ولري.

ايساف ويلي په دې غونډه کې به راغونډ شوی وزيران په افغانستان کې د لېږد پر بهير او هم له ۲۰۱۴ کال وروسته وروسته له افغان ځواکونو د خپل ملاتړ پر لارو چارو غور او بحث وکړي.

ناټو اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ زره سرتېري لري، چې ۳/۲ يې امريکايي ځواکونه دي.

په پلان کې ده چې افغان ځواکونو ته د امنيتي دندو سپارلو سره يې په پرله پسې ډول د ۲۰۱۴ کال تر پايه وباسي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .