''د بندیانو دوسیې باید د قانون پربنسټ وارزوﺉ''

د خپريدو وخت: 05:49 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391

ولسمشر حامد کرزي د جنايي پوليسو ته حکم کړې چې د پلټنو پر مهال څوک شکنجه نه کړي، او ويې نه ځوروي.

ولسمشر حامد کرزي د هغه پلاوي تر راپور اوريدو وروسته يو لړ حکمونه وکړل،چې د افغانستان د زندانيانو د حالت د ارزولو په موخه ټاکل شوى و.

افغان ولسمشر د خپل دغه حکم په ترڅ کې ستره محکمه پر دې گمارلې ده، چې کوم زاندانيان د بېلو لاملونو له کبله له تېرو يوولسو کلونو راهيسې ددرې گونونو محکمو ابتدايه، تميیز او استيناف محکمو پرېکړو ته سترگې پر لاره پاتې شوي، يانې يا يې دوسيې سمې نه دي ارزول شوي يا ځنډېلې دي،بايد وارزول شي.

د افغانستان د چارو ادارې وياند رفيع فردوس بي بي سي ته وويل دوسيې بايد په هومره موده کې سپينې شي چې د افغانستان په قانون کې ټاکل شوې ده:

د اجراتو ستونزه

هدایت الله همیم

د افغانستان د عدلیې وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، چې د بندیانو د دوسیو څېړلو په باب ستونزه په اجراتو کې ده، نه په قانون کې

خو د ځینو افغان بندیانو دوسیې له تېرو یوولسو کلونو راهیسې ګردجنې پردې او هېڅ برخلیک یې لا نه دی مالوم شوی

د قانون له مخې، پولیس یوازې د دوه اویا ساعتونو لپاره د یوه تورن یا مجرم د ساتلو حق لري

څارنوالۍ ته تر ور پېژندل کېدا وروسته، دغه بنسټ باید د تورن دوسیه په ۱۵ یا حد اکثر ۳۰ ورځو کې نهايي کړي

[د جرمونو کشف د پولیس په وسیله او د جرمونو تحقیق او په محکمه کې پر متهم باندې د دعوا اقامه د څارنوالۍ له خوا، د قانون له احکامو سره سم کېږي. څارنوالي د اجرایه قوې برخه ده او په خپلو اجراتو کې استقلال لري.]

د اساسي قانون ۱۳۴ ماده

''د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ددغه فرمان پربنسټ سترې محکمې ته امر کړی، ټول هغه بندیان چې په تېرو یوولسو کلونو کې بندیان دي، ددوی دوسیې د ځینو دلایلو پربنسټ نه دي نهايي شوې، باید د هېواد د نافذه قوانینو پربنسټ ددوی دوسیې نهايي کړي.''

ولسمشر په دغه حکم پاڼه کې له لويې څارنوالۍ هم غوښتي چې د کومو زندانيانو د بند موده پوره شوې يا يې براءت اخیستی بايد چې د پريښودلو په برخه کې يې گام واخیستل شي.

همدا راز ولسمشر حامد کرزي د جنايي پوليسو ته حکم کړې چې د پلټنو پر مهال څوک شکنجه نه کړي، او ويې نه ځوروي.

ولسمشر حامد کرزي کورنيو چارو وزارت ته هم حکم کړې چې د يو شمېر نورو اسانتياو تر څنگه زندانيانو ته د حرفوي زده کړو بهيرونه هم پيل کړي.

ولسمشر اړوندو ارگانونونو ته شپږ مياشتې وخت ورکړى چې دا ستونزې هوارې او هغه ته راپور ورکړي.

خو په کور دننه او بهر کې يو شمېر خلک نيوکه کوي، چې د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو چټک کره کار ستونزمن دى، او دليل یې دا راوړي چې دغه بنسټونه اړينې وړتياوې نه لري بله دا چې په دغو بنسټونو کې هم د فساد د شتون خبره کيږي.

له دې مخه په شپږو مياشتو کې دا واړه ستونزې هوارېدل داسې خبره ده، چې کره والي لپاره به يې ټاکل شوې مودې ته سترگې پر لار پاتې کېدل وي.

وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزی ویلي وو، په قضا کې د ستونزو له امله لا هم خلک د خپلو دعواوو د حل لپاره دوديزې لارې کاروي.

ولسمشر کرزي زیاته کړې وه، چې په دولتي ادارو کې د خلکو دعواوې هغسې نه اورېدل کېږي، چې خلک يې غواړي.

نوموړي دا هم ویلي وو، چې ځینې وختونه، د دې پر ځای چې خلک عدالت ته لاسرسی ومومي، بې عدالتي ورسره کېږي.

ده دا هم ویلي وو، چې په کليو او بانډو کې خلکو له دې امله د خپلو ستونزو د هواري لپاره دوديزو جرګو ته مخه کړې چې حکومت خلکو ته په عدالت ټينګولو کې پاتې راغلی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .