پتنګ: افغان پولیس لاهم 'سیاسي او تنظیمي' دي

د خپريدو وخت: 12:13 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391
مجتبی پتنګ

مجتبی پتنګ وویل، چې ستونزه د سیمه ییزو پولیسو له لوري رامنځ ته کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د دغه هېواد پولیس لا تر اوسه سیاسي او تنظیمي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو پر کورنیو چارو وزیر په هېواد کې د امنیتي وضعې خرابوالي او په دغه وزارت کې د اداري فساد له کبله نیوکې او پوښتنې وکړې.

د دغې جرګې غړو وویل، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي وضعه مخ پر خرابېدو ده او د پولیسو په لیکو کې پراخ اداري فساد شتون لري.

په جرګې کې د نورستان استازی حافظ عبدالقیوم:

''څو ځلې د پولیسو معاشونه ورک شول، اړوندو چارواکو هېڅ غبرګونه ونه ښود، او دا ځل په نورستان کې پوره بانک ووهل شو.''

د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړو د نیوکو په ځواب کې دا ومنله چې امنیتي وضعه د اندېښنې وړ ده.

نوموړي د پولیسو په لیکو کې د اداري فساد شتون هم ومانه او زیاته کړه، چې همدغه کار په هېواد کې د امنیتي وضعې د خرابوالي یو لامل دی.

ښاغلي پیتنګ وویل، چې د دغه هېواد پولیس تر اوسه ملي نه دي او په خبره یې د پولیسو سیمه ییز او سیاسي جوړښت په هېواد کې د ناامنیو د ډېرېدو یو لامل دی:

'' ستونزه د سیمې پولیس جوړوي''

افغان پولیس

د افغانستان مشرانو جرګې ځینو غړو افغان پولیس په فساد تورن کړل.

''په دا دومره وخت کې زموږ پولیس، سیاسي پولیس او تنظیمي پولیس وو، تر اوسه زموږ پولیس ملي شوي نه دي، ستونزه د سیمې پولیس جوړوي، په هر ولایت کې چې جرم رامنځ ته کېږي، که پولیس د هرځای وي، له دغه جرم څخه طرفداري کوي، یا یې د کاکا زوی دی، یا یې د ماما زوی دی یا یې خپل دی او یا یې خپلوان دی.''

ښاغلي پتنګ وویل، چې ده د دغې ستونزې د اوارولو لپاره کار پیل کړی دی او په پام کې لري، چې پولیس په خپلو اړوندو سیمو او ولایتونو کې په دندو و نه ګوماري.

ده همداراز وویل، چې د اداري فساد د مخنیوي او د پولیسو د مسلکي کولو لپاره یې هم کار پیل کړی، خو په خبره یې د دغو ستونزو اوارول وخت ته اړتیا لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .