بي بي سي افغانان غږوي: امنیت

د خپريدو وخت: 11:19 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

عوام خلک د دولت له نظر سره مخالف دي او وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې به جګړه پیل شي.

بي بي سي افغانان غږوي د ستاسې نظر د ځانګړو خپرونو لړۍ ده چې لومړنۍ خپرونه یې پر امنیتي موضوعاتو څرخېده

یو شمېر افغانانو پر امنیتي ځواکونو خپله بې باوري وښوده خو یو شمېر نور په دې نظر وو چې د بهرنیانو له خوا د افغان پوځیانو د سمبالولو د ژمنو له پوره کولو سره به افغان ځواکونه د امنیتي مسؤولیتونو د اخیستلو وړتیا ولري.

په کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب ددې خپرونې غټ ټکي په یوه راپور کې راغونډ کړي دي.

امنیت او د افغانستان راتلونکې د بي بي سي د ځانګړو خپرونو د لړۍ لومړۍ خپرونه وه چې د شاوخوا سلو سیمه ییزو راډیو ګانو له خوا هم خپره شوه.

د افغانستان پوځ د وړتیاوو او په دغه هېواد کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د راتلونکي نظام موضوع لومړی مطرح شوه.

دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو شمېر نژدې ۳۰۰ زرو تنو ته رسیږي خو په بحث کې د پوځ کمیت او شمېر په پام کې ونه نیول شو. خو زیاتره افغانان د پوځیانو د روزنې او سمبالښت له پلوه اندېښنې لري.

افغان حکومت تل ټینګار کوي چې د امینتي ځواکونو روزنه په ښه توګه شوې ده چې د دوی په وینا د زیاتره پوځي عملیاتو مشري د دوی په غاړه ده. د افغان پوځ یو قومندان لونګ وايي پوځ ډېر پیاوړی شوی دی او د سولې ټینګولو وړتیا لري.

"یو اوریدونکی وايي تر ۲۰۱۴ کال وروسته اوضاع ډاډمنه نشو بللای، ځکه له اوسه زورواکي واکمن دي."

خو یو شمېر افغانان بیا په دې باور دي که له طالبانو او اسلامي ګوند سره چې دا له له افغان حکومت سره په مخامخ جګې کې ښکېل دي روغه جوړه ونه شي نو امنیتي حالت نه شي ښه کېدای.

دا مهال په افغانستان کې د پوځ او پولیسو لیکو ته د نیولو څو مرکزونه شته چې تر یوې لنډې او یا هم اودې مودې زده کړو وروسته پوځي دندو ته لېږل کیږي.

جنرال غلام حسین هزاره په ویناداوس باید د نیمګړتیاو د له منځه وړلو لپاره باید ریښتیني ګامونه اوچت شي. چې یو مثبت بدلون رامنځ ته شي او په پوځ کې باید سمون راشي.

د بي بي سي په نننۍ ماښامنۍ افغانستان خبرې کوي خپرونې کې په افغانستان کې د فساد موضوع څېړل کیږي چې له بي بي سي سره جوخت له شاوخوا سلو نورو راډیوګانو هم خپریږي.

وسله وال مخالفین فکري جنګ کوي خو افغان ځواکونه داسې نه دی، چې د امنیت راوستل به په دې ډول ستونزمن وي.

دولتي چارواکي وايي له ۲۰۱۴ کال وروسته به امنیت ډاډمن وي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا په دوو برخو سره ویشل شوي دي.

عوام خلک د دولت له نظر سره مخالف دي او وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې به جګړه پیل شي.

یو اوریدونکی وايي تر ۲۰۱۴ کال وروسته اوضاع ډاډمنه نشو بللای، ځکه له اوسه زورواکي واکمن دي.

بسم الله خان له کندهاره:

که چېرې دریو ټکو ته پام وشي نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به حالات ښه وي:

د کرزي ټيم بدل شي.

له طالبانو سره سوله وشي.

نړیواله ټولنه خپلو ژمنو ته دوام ورکړي او مرستې وکړي.

که چېرې په افغانستان کې حکومت له جهادي ډلو ونه ژغورل شي نو دا حالت به همداسې روان وي.

نعمت الله میروان:

ځوانان روزنې ته اړتیا لري او وروسته بیا باید په وسلو سمبال شي چې د هېواد دفاع وکړي.

عیسی محمد :

محلي ادارې خپل باور له لاسه ورکړی دی. تېر لس کلنې دورې ښه نتیجه نه درلوده، که حالت همداسې وي نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له بحران ډک وي، خلکو ته کار نه دی شوی، او زموږ زیاتره ځوانان په بهر کې کار کوي.

عبدالقیوم :

دا حکومت به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هیڅ نه وي ځکه پوځ وفادار نه دی، ځکه د پیسو په وړاندې کار کوي نو باید پوځ ته له فکري پلوه کار وشي.

د افغان قومندان یو قومندان بیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته اندېښنې بیځایه بولي او وايي پوځ ډېر پیاوړی شوی دی چې د سولې د ټینګولو وړتیا لري. نو خلک باید باور پرې وکړي.

یو اورېدونکی وايي په پوځ کې باید سمون راشي. د جلب او جذب په بهیر کې روڼ والی راشي، عسکري داوطلبانه شي.

په هېواد کې د امنیتي ستونزو یو لامل هم اداري فساد بولي.

محمد عارف:

اندېښنې موجودې دي، خلک پر افغان امنیتي ځواکونو بې باوره دي، یو شمېر امنیتي کسان په نشه يي توکو روږدي کسان، دښمنۍ لري او یا هم د اقتصادي ستونزو له امله له پوځ سره یو ځای شوي دي.

احمد ولي وايي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم افغانان له خپل هېواده دفاع وکړي او بهرني ځواکونو په دې کې مستقیم لاس لري.

آرین :

سوله به راځي، ځکه بهرنیان خپله نه غواړي چې سوله راشي

ولس به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له حکومت سره مرسته وکړي ځکه پوځ په ملي روحیه روزل شوی دی. دا به د نیکمرغۍ پیل وي.

خلیل الله:

ولس پر حکومت بې باوره دی نو کله چې د خلکو باور ترلاسه شي حالات به مثبت لوري ته ولاړ شي.

یو اورېدونکی افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي دي، په ننګرهار کې زیاتره ولسوالیو امینت د افغان پوځیانو په لاس کې دی.

یو اورېدونکی وايي:

بهرنیان به د خپلو ګټو په موخه نسبي آرامۍ راوستلو ته کوښښ وکړي.

ـ حسین رحیمي:

د بهرنیانو وتل په ۲۰۱۴ کال کې به یوه تشه رامنځ ته کړي، او په دې اړه اندېښنې شته.

ـ مخکې له دې چې امریکا او ناټو له افغانستان له هېواده وځي ولې د ترهګرۍ اصلي اډې له منځه نه وړي، او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې چې د طالبانو مدرسې دي ولې هغو ته پام نه کوي.

پر افغان ځواکونو یو شمېر خلک پرې باوره دي، چې وبه کولای شي امنیت ټینګ کړي. نو ښايي ځینې سیمې سقوط وکړي.

مهمه خبر د قانون پلي کول دي تر څو چې قانون پلی نه شي خلک به باور پرې ونه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .