د زده کوونکې د وژنې په اړه د بې غورۍ شکایت

د خپريدو وخت: 13:38 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391

له ښځو سره زور زیاتی هغه ستونزه ده، چې له امله يي د ښځو د حقونو د ملاتړ سازمانونه اندېښمن دي.

د افغان ښځو شبکې په کاپیسا ولایت کې د هغې زده کوونکې د وژنې په برخه کې د افغان حکومت د بې غورۍ شکایت کړی، چې په رضاکارانه توګه يي د پولیو د کمپاین لپاره کار کاوه.

دغه نجلۍ انیسه نومیږي او د روانې اوونۍ په پیل کې په کاپیسا ولایت کې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو وژل شوې ده.

له دې سره سم د افغانستان د پوهنې وزارت هم د ښځینه زده کوونکو د خراب حالت په برخه کې د ملګرو ملتونو په چوپتیا خوابدي ښودلې.

د افغان ښځو شبکه چې په هېواد کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې کار کوي، په کاپيسا ولایت کې پر سیمه ییزو چارواکو د یوې زده کوونکې د وژل کېدو په برخه کې د بې غورۍ او د دغې قضیې د پټولو تور پورې کوي.

د دغې شبکې یوه غړې ویدا لطیف وايي، چې دغه قضیه باید د حکومت له خوا وڅېړل شي او قاتلین باید د قانون منګلوته وسپارل شي. نوموړې وايي "که دغه قتل د مخالفینو لخوا شوی وي او که د شخصي دښمني له مخې وژل شوې وې، خو دا چې د دغې ټولنې یوه غړې وه او د ښوونځي زده کوونکې وه او همدا راز روغتیا يي خدمتونه يي وړاندې کول، له همدې کبله د هرې ادارې مسوولیت دی، چې باید خپل غږ پورته کړي، قاتلین باید ونیول شي او سزا ورکړل شي."

"له نړۍ مو دا تمه ده، چې د ملګرو ملتونو لخوا یوه ورځ د هغو افغانو نجونو لپاره، چې زده کړې ته لاسرسی نه لري او له زور زیاتي سره مخامخ دي، ځانګړی پروګرام جوړ کړي."

فاروق وردګ

د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په هغه ځای کې چې دغه نجلۍ وژل شوې، وسله وال طالیان نه شته.

د کاپيسا ولایت مرستیال عزیز الرحمن تواب بي بي سي ته وویل، چې د وژل شوې زده کوونکې په اړه څېړنې روانې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم له ملګرو ملتونو غواړي، چې د افغان مېرمنو لپاره د ملاتړ یو نړیوال کمپاین پیل کړي. د پوهنې وزیر ښاغلی فاروق وردګ وايي" له نړۍ مو دا تمه ده، چې د ملګرو ملتونو لخوا دې یوه ورځ د هغو افغانو نجونو لپاره، چې زده کړې ته لاسرسی نه لري او له تاوتریخوالي سره مخامخ دي، ځانګړی پروګرام ورته جوړ کړي"

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې په زرګونه رضاکارې ښځینه کارکوونکې لري.

دغه کارکوونکې د روغتیا يي خدمتونو رسولو په برخه کې په سیمو کې د امنیت نشتوالی د ننګونې په توګه یادوي.

بل لور ته له ښځو سره زور زیاتی هغه ستونزه ده، چې له امله يي د ښځو د حقونو د ملاتړ سازمانونه اندېښمن دي.

دغه قتلونه که سیاسي انګېزه ولري، که جنايي او که ناموسي، خو د افغان ښځو لپاره یوه لویه اندېښنه ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .