افغان چارواکو د یونیسکو رپوټ رد کړ

د خپريدو وخت: 10:47 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

په ٢٠١٢ ميلادي کال کې پر پوهنه نړيوال څار نومى راپور جوتوي چې افغانستان يوازينې هېواد دى چې د پوهنې د ډګر له ښځينه زده کونکو سره يې توپيريز چلند کېږي.

په ٢٠١٢ ميلادي کال کې پر پوهنه نړيوال څار نومي راپور جوتوي چې گواکې افغانستان يوازينې هېواد دى چې د پوهنې د ډګر له ښځينه زده کونکو سره يې توپيريز چلند کېږي.

راپور وايي چې په ١٩٩٠ ميلادي کال کې ١٦ هېوادونه له دغې ستونزې سره لاس اوگريوان وو، خو وايي اوس افغانستان په دې ډگرکې يوازينې هېواد پاتې دى، چې د نارينه او ښځينه زده کونکو تر منځ يې کره انډول هم نه تر سترگو کيږي.

دا راپور هر کال د ملگرو ملتونو د کلتوري او علمي سازمان يانې يونيسکو له خوا په دې موخه خپرېږي،چې د نړيوالې پوهې پرمختگونه او ستونزې و ارزوي.

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ د دغه راپور د نا کره بللو پر مهال وويل چې اوسمهال په دغه هېواد کې ۱۰ ميلونه زده کوونکي ښوونځيو ته ورځي چې شاوخوا ٤٠ په سلو کې يې نجونې دي.

همدا راز نوموړي وويل چې د ٢٠٠ زره ښوونکو له ټولگې څخه ٣٣ سلنه يې ښځې دي.

ښاغلي وردگ وويل چې د ملگرو ملتونو د راپور له مخه ستونزه يوازې په افغانستان کې ده، وايي چې داسې ده نو بايد چې نړيواله ټولنه ددغه هيواد له پوهنې وزارت سره ډېرې مرستې وکړي.

"د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ د دغه راپور د نا کره بللو پر مهال وويل چې اوسمهال په دغه هېواد کې ۱۰ ميلونه زده کوونکي ښوونځيو ته ورځي چې شاوخوا ٤٠ په سلو کې يې نجونې دي."

خو بل پلو په کابل کې د ملگرو ملتونو د کلتوري او علمي سازمان مشر پاول انتوني په دغه هيواد کې ښوونيز پرمختگونه بس نه بولي او لا هم په دې برخه کې د ستونزو يادونه کوي.

" موږ ستونزې لرو، وړکتون کې د شاميليدونکو ماشومانو شمېره ښکته ده،پوهنيزې برياوې هومره نه دي چې زموږ د خوښۍ لامل وگرځي، زده کړو ته او په ځانگړي ډول منځنيو زده کړو ته اوس هم لاس رسى گران دى، سربېره پر دې په پوهنيزه برخه کې د مېرمنو او نجونو د ونډې د کموالي له ستونزې سره هم لاس او گريوان يو"

ښاغلي انتوني دا غوښتنه هم وکړه چې يو مسلکي مضمون دې د منځنيو ښوونځيو د نصاب برخه وگرځول شي، چې په وينايي زده کونکي تر فارغېدو وروسته د يوۀ مسلک څښتنان هم وي.

د افغانستان د پوهنې وزير د دغې غوښتنې په ځواب کې وويل په پام کې لري چې د ښوونځيو په نصاب کې يو مسلکي مضمون ور ډېر کړي. سربېره پر دې يې د هيواد په ټولو ولسواليو کې د مسلکي ليسو د جوړولو هوډ هم څرگند کړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .