''د اسدالله خالد درملنه په کابل کې کېږي''

د خپريدو وخت: 11:58 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391
اسدالله خالد

اسد الله خالد په دې وروستيو کې د افغان استخبارتو ادارې مشر شو.

افغان چارواکي وايي د ملي امنیت پر لوی رییس د تېرې (پنجشنبې) ورځې د ځانمرګي برید د څېړلو په موخه د کورنیو چارو د وزیر غلام مجتبی پتنګ په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د ملي امنیت رييس اسد الله خالد پرون په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شو.

د وزیرانو د شورا او د چارو د ادارې د مطبوعاتو د څانګې رييس احسان الله طاهري بي بي سي ته وویل پلاوي ته دنده ورکړل شوې چې د خپلو څېړنو پایلې په یوه اوونۍ کې ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړي.

ښاغلي طاهري زیاته کړه چې د ملي امنیت مرستیال حسام الدین، د لویې څارنوالۍ د تحقیق ریاست مرستیال نور حبیب جلال او د وزیرانو شورا د دار الانشاء استازی جانان بارکزی د دې پلاوي غړي دي.

د ښاغلي خالد د روغتیايي وضعیت په اړه احسان الله طاهري وویل چې روغتیايي وضعیت یې مخ په ښه کېدو دی او په کابل کې تر درملنې لاندې دی.

دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې بريد څه ډول و، خو د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې هم له بي بي سي سره خبرو کې د ښاغلی خالد ټپي کېدو خبره منلې ده.

په راپورنو کې ويل شوي چې اسد الله خالد هغه مهال د خپل بدن ټيټه برخه کې ټپی شو، چې بمي چاودنه وشوه.

ویل کېږي برید کوونکي ځان د سولې استازی معرفي کړی و او په کابل کې د تایمني په سیمه کې د ملي امنیت په یوه میلمستون کې د روغبړ پرمهال ځان ته چاودنه ورکړه.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې له لوري رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې برید کوونکي ''تر نېکر لاندې د شرم ځای شاوخوا په ډېر ماهرانه ډول چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو.''

ملي امنیت دا کار له ټولو اخلاقي او شرعي اصولو خلاف بللی دی.

اسد الله خالد په تېر کې د غزني او کندهار والي پاتې شوی، او پر دې سربېره د قومونو قبايلو چارو وزير هم و.

"د بشري حقونو د څار نړیوال ټولنه له افغان حکومته غوښتي چې د ملي امنیت مشرتابه ته د اسدالله خالد له ټاکلو تېر شي."

دی په تېر سپتمبر کې د ملي امنيت ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

پر نوموړي تور پورې شوی و، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال ېې د بنديانو د شکنجه کولو حکم ورکړى و.

د بشري حقونو د څار نړیوال ټولنه له افغان حکومته غوښتي چې د ملي امنیت مشرتابه ته د اسدالله خالد له ټاکلو تېر شي.

اسد الله خالد په ۱۳۴۸ کال کې د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې زیږیدلی، نوموړی چې په قوم تره کی دی لومړنۍ زده کړې یې په کابل کې د محمود طرزي په ښوونځي او ثانوي زده کړې یې په ۱۳۶۵ کال کې په پیښور کې د اتحاد په لېسه کې پای ته ورسولې.

د هغه پلار د پخواني پاچا محمد ظاهر د واکمنۍ پرمهال د ملي شورا غړی و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .