د انيسې وژنه "هدفي نه تصادفي" ده

د خپريدو وخت: 16:54 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391

په راپورونه کې ويل شوي و چې انيسه د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې او د واکسيناسيون رضا کاره کارکوونکې ده.

د افغانستان د کاپیسا ولايت چارواکي وايي د پلټنو لومړنۍ موندنې يې ښيي چې د انيسې وژنه هدفي نه، بلکې تصادفي وه.

ولايتي چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې ځينو راپورونو د انيسې د وژنې انګېزه د واکسيناسيون په برخه کې د هغې فعاليتونه بللي وو.

ښوونځي زده کوونکې انيسې څو ورځې وړاندې د کاپيسا په مرکز کې په مرمۍ له لګېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

له هغه څو ورځې وروسته چې په کاپسا کې يوه پېغله ووژل شوه، د دغه ولايت چارواکي وايي په دې تړاو د شويو پلټنو لومړنۍ موندنې يې ښيي چې دغې وژنې سياسي اړخ نه درلود.

والي محراب الدين ساپی وايي انيسه د هغو دوو موټر سايکل سپرو په مرمۍ په تصادفي ډول لګېدلې چې په خپل منځ کې يې د شخړې پر مهال يو پر بل ډزې کولې.

د انيسې د وژنې په تړاو په مخکنيو راپورونو کې ويل شوي وو چې دا د واکسيناسيون په برخه کې د خپلو فعاليتونو له امله وسله والو په نښه کړې ده.

ولايتي چارواکي وايي امنيتي ځواکونو يې د هغو دوو کسانو د موندلو هڅې چابکې کړي چې د نښتې په پايله کې يې انيسه وژل شوې ده.

په راپورونه کې ويل شوي و چې انيسه د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې او د واکسيناسيون رضا کاره کارکوونکې ده.

د کاپیسا والي محراب الدين ساپي بي بي سي ته د انيسې د فعاليتونو په اړه ډېر څه ونه ويل.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د دغې پېښې د پلټنې په موخه يوه پنځه کسيز پلاوي ته دنده سپارلې چې دغه قضيه په جدي ډول وڅېړي.

انيسه د څو وروڼو مشرۍ خور وه چې د ولايتي چارواکو په خبره د کور سرپرستي هم ور له غاړې وه.

تر دې وړاندې د افغان ښځو شبکې چې د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې کار کوي د کاپيسا چارواکي د انيسې د وژل کېدو په برخه کې په بې غورۍ او د قضیې په پټولو تورن کړل.

خو ولايتي چارواکي وايي د خپلو پلټنو وروستۍ پايلې او حقايق به ډېر ژر له رسنيو سره شرېک کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .