کرزی وايي پر خالد برید په کوټه کې طرح شوی و

د خپريدو وخت: 09:11 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391
کرزی

حامد کرزي وویل، چې ډېری تخریبانه کارونه د طالبانو په نامه کېږي، خو د اوسني برید په اړه په دقیق ډول څه نه شي ویلي، بلکې د پلټونکي پلاوي پایلو ته په انتظار دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ملي امنیت پر رییس اسدالله خالد شوی برید د عادي طالب جنګیالیو کار نه دی.

اسدالله خالد د تېرې پنجشنبې په ورځ (دسمبر شپږمه) په کابل کې د یوه برید په پایله کې سخت ټپي شو.

ولسمشر کرزي د ښاغلي خالد روغتیايي حالت ښه وباله، او وویل چې اوس یې لاسونه ښوري او خبرې کولی شي.

تېره ورځ د ملي امنیت ادارې له لوري رسنیو ته په یوه لېږل شوې ویناپاڼه کې ویل شوي وو، چې برید کوونکي پخپل نېکر کې د شرمځای شاوخوا چاودېدونکي توکي اېښي وو، او بیا یې وچوول.

ولسمشر حامد کرزي وویل، چې اسدالله خالد بګرام ته د درملې لپاره استول شوی دی.

هغه وویل، چې د برید د پلټنې لپاره یې د دفاع وزیر په مشرۍ یو جګپوړی پلټونکی پلاوی ټاکلی دی.

حامد کرزي د برید نېغ په نېغه مسؤولیت پر هېچا وانه چاوه، خو وویل چې : ''ظاهراً دا برید د طالبانو په نامه شو، خو حقیقت دا دی چې دا کار د طالب نه دی، بلکې د انجینرۍ له پلوه په ډېره ماهرانه توګه او مسلکي ډول شوی دی.''

''ناممکنه ده چې دا کار دې زموږ د وطني بې تجربې طالب له لوري وشي، هغوی هماغومره استعالېږي، لکه موږ چې د ذهنونو د بدلېدو لپاره استعمالېږو.''

"پر هغو طالبانو غږ کوم، چې له مجبوریته پر خپل هېواد راپورته شوي دي، د پښتنو پرخلاف یې کوﺉ، پاکستان او افغانستان کې جنګېدونکي طالبان باید پوی شي چې د خپل ملت او خپل قوم پرخلاف استعمالېږي."

حامد کرزی

حامد کرزي وویل، چې څو ورځې وروسته به په ترکیه کې د پاکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو د مشرانو جوړېدوکې غونډه کې له پاکستان سره ددغه برید په اړه جدي خبرې وکړي:

''څو ورځې وروسته په ترکیه کې غونډه لرو، د پاکستان ولسمشر او اسدالله خالد به هم په کې ګډون وکړي، په ډېر صراحت به پاکستان ته ووایو، چې له کوټې څخه ترتیب شوي حملې زموږ لپاره ډېرې خطرناکې دي او پاکستان باید موږ ته معلومات راکړي او همکاري راسره وکړي.''

خو ښاغلي کرزي خپله دا مخکنۍ خبره بېرته رد کړه، چې ویلي یې وو، دا برید طالبانو نه دی کړی:

''د سولې د شورا پر مخکني رییس برهان الدین رباني او اسدالله خالد دواړه بریدونه له کوټې څخه تنظیم شوي وو.''

حامد کرزي ځینې لوېديځې رسنۍ هم تورنې کړې، چې ګني له اسدالله خالد سره یې له لګېږي او وړاندې یې پر هغه تورونه لګولي وو:

''په تېر نومبر کې د ډېلي بیسټ په نامه ورځپاڼې لیکلي وو، چې د ملي امنیت د رییس په توګه د اسدالله خالد تر ټاکل کېدا وروسته د کوټې شورا پر غړو بریدونه ډېر شوي دي.''

اسدالله خالد

په تېره پنجشنبې اسدالله خالد په یوه برید کې سخت ټپي شو.

حامد کرزي وویل، چې ډېری تخریبانه کارونه د طالبانو په نامه کېږي، خو د اوسني برید په اړه په دقیق ډول څه نه شي ویلي، بلکې د پلټونکي پلاوي پایلو ته په انتظار دی.

ولسمشر کرزي پر جنګېدونکو طالبانو یوځل بیا د سولې غږ وکړ، خو هغوی یې په درو ډلو ووېشل:

''یوه هغه ډله طالبان دي، چې په واضح ډول زموږ د ګاونډیانو د استخباراتو په لاس کې دي، بل هغه طالبان دي، چې په واضحه د نړیوالو استخباراتو په لاس کې دي، او درېیمه هغه ډله دي، چې ځورېدلي، دردېدلي او له مجبوریته یې وسلو ته لاس اچولی دی.''

''پر هغو طالبانو غږ کوم، چې له مجبوریته پر خپل هېواد راپورته شوي دي، د پښتنو پرخلاف یې کوﺉ، پاکستان او افغانستان کې جنګېدونکي طالبان باید پوی شي چې د خپل ملت او خپل قوم پرخلاف استعمالېږي.''

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .