ولسمشر کرزي امریکا سره تړون ته شرط کېښود

د خپريدو وخت: 18:42 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي تړون خبرې له تېرې څه مودې راهيسې پيل شوي، خو لومړنۍ رسمي خبرې يې کابو يوه مياشت وړاندې په کابل کې وشوې.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي که امريکا د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی وکړي، حکومت چمتو دی د شرطونو په بدل کې له دغه هېواد سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی، د افغان امنيتي ځواکونو سنبالول او روزنه او د ټولو زندانونو او هوايي ډګرونو کنټرول د افغانانو په لاس کې ورکول، د افغان لوري مهم شرطونه په ګوته شوي دي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي تړون خبرې له تېرې څه مودې راهيسې پيل شوي، خو لومړنۍ رسمي خبرې يې کابو يوه مياشت وړاندې په کابل کې وشوې.

په داسې حال کې چې د امنيتي تړون پر سر د کابل او واشنګټن خبرې روانې دي، افغان ولسمشر حامد کرزی وايي تر هغه به دغه تړون لاسليک نه کړي چې امريکا د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی، و نه کړي.

د دغه تړون لاسليکېدل به له ۲۰۱۴ کال وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ د دفاعي همکاريو او په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور کميت او څرنګوالی وټاکي.

ښاغلي کرزي له واشنګټن سره امنيتي تړون د افغانستان لپاره مهم وباله، خو و يې ويل تر هغه چې امريکا د افغانستان له لوري وړاندې شوي شرطونه او ګټې په پام کې و نه نيسي، دغه تړون به لاسليک نه کړي:

"دغه حياتي ګتې د افغانستان ملي حاکميت، د قوانينو او افغانانو ملکيتونو ته درناوی، د افغان امنيتي ځواکونو تجهيزول او روزنه، د هوايي ډګرونو کنټرول د افغانانو له خوا نه ده ناټو یا امريکا له خوا او ټول هغه ارزښتونه چې يو خپلواک هېواد او ملت يې لري، دي".

ولسمشر کرزي چې بيا بيا د افغانستان د خپلواکۍ د درناوي ټکی تکراراوه وويل امريکا بايد په دغه هېواد کې نه زندانونه ولري او نه هم زندانيان وساتي ځکه چې په خبره يې دا د افغانستان د ملي حاکميت نه لويه سرغړونه ده.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون پر سر رسمي خبرې کابو يوه مياشت وړاندې په کابل کې پیل شوې، چې افغان او امريکايي چارواکو يې پايلې مثبتې بللې.

په دې اړه د نورو خبرو کره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو دواړه غاړې يې له دوام سره لیوالتيا ښيي.

له امريکا سره امنيتي تړون يو شمېر ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ايران اندېښمن کړی، خو افغان چارواکي وايي دغه تړون به د درېيم هېواد لپاره هېڅ راز ګواښ پېښ نه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .