افغانانو ته د امنیت سپارنې څلورم پړاو ژر پیلېږي

د خپريدو وخت: 17:37 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

د امنيتي مسووليتونو د لېږد کمیسيون مشر اشرف غني احمدزي وويل د خپلو بحثونو پايلې به ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړي چې وروستۍ پرېکړه پرې وکړي.

ناټو وايي د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې به له بهرنيو ځواکونو افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير څلورم پړاو پيل شي.

هغه سيمې چې د امنيتي لېږد څلورم پړاو په کې پلی کېږي، لا نه دي اعلان شوي.

ناټو د لېږد لومړی، دويم او درېيم پړاو له لاسته راوړنو ډک وباله او هيله يې وښوده چې څلورم پړاو به هم په برياليتوب ترسره شي.

په پلازمېنه کابل کې ناټو او افغان چارواکي راټول شوي چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د څلورم پړاو د سيمو په اړه خپل نظر څرګند کړي.

د امنيتي مسووليتونو د لېږد کمیسيون مشر اشرف غني احمدزي وويل د خپلو بحثونو پايلې به ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړي چې وروستۍ پرېکړه پرې وکړي.

چارواکي وايي د امنيتي مسووليتونو د انتقال د څلورم پړاو د پلي کېدو کره نېټه او دا چې کومې سيمې په دغه پړاو کې شاملې دي د ولسمشر کرزي له لوري اعلانېږي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر قومندان جان الن په دغه ناسته کې د لېږد د بهير لومړی، دويم او درېيم پړاو له لاسته راوړنو ډک وباله او د افغان ځواکونو د وړتياوو ستاينه يې وکړه چې په وينا يې دم ګړۍ يې د افغانستان شاوخوا درې برخې خاوره تر ادارې لاندې ده.

ښاغلي الن هيله وښوده چې د انتقال څلورم پړاو به هم په برياليتوب ترسره شي:

"هماغسې چې موږ د څلورم پړاو د مطالعې او ارزونې په درشل کې يو او ۲۰۱۳ ميلادي کال ته داخلېږو، د څلورم پړاو په پلي کېدو سره به افغان ښځې او نارينه د لا ډېرو برياليتوبونو شاهدان وي".

د مهال وېش له مخې له بهرنيو ځواکونو افغان هغو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير پنځه پړاونه لري چې د لومړي، دويم او درېيم له بشپړېدو وروسته، ناټو او افغان حکومت اوس د څلورم پړاو لپاره چمتووالی نيسي.

تمه ده چې د ۲۰۱۳ کال تر پايه د دغه بهير پنځم پړاو هم بشپړ شي او د افغانستان ټول امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .