لاریون کوونکي له ایرانه د ۱۳ وژل شوو افغانانو مړي غواړي

د خپريدو وخت: 11:07 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

د هرات ولایتي چارواکي وایي دوی په دې اړه په لیکلې توګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی، چې دغه موضوع تعقیب کړي.

د هرات د اسلام کلا یوشمېر اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ (دسمبر نهمه) د یوه لاریون په ترڅ کې د هغو ۱۳ کسانو د مړو د ترلاسه کولو غوښتنه کوله، چې د دوی په وینا ایرانیانو پخپله خاوره کې وژلي او تر اوسه یې وارثانو ته نه دي سپارلي.

مظاهره کوونکي وایي دغه ځوانان ایران ته نژدې څلور میاشتې وړاندې د کار لپاره تللی وو.

خو دوی زیاتوي، داسې شواهد لري، چې دغه کسان ایرانیانو وژلي دي.

د دغه لاریون په ترڅ کې هغه مهال پولیسو هوایي ډزې وکړې، چې مظاهره کوونکي د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ ورمات شول.

دوی د ایران د کونسلګرۍ د ځینو غرفو ښیښې هم ورماتې کړې، خو ډېر تاوتریخوالي ته پرېنښودل شول.

خو په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ چارواکو پخپل لومړي غبرګون کې د لاریون کوونکو ادعا رد کړې او وايي چې تراوسه هېڅ داسې شواهد دوی ته نه دي ورکړل شوي، چې وښيي دغه کسان دې ایران ته تللي وي.

مظاهره کوونکي، چې د ایران د حکومت پر ضد یې توند شعارونه ورکول، وروسته د هرات د ولایت ودانۍ مخې ته غونډ شول.

دوی ویل دغه ۱۳ وژل شوي افغانان چې د اسلام کلا اوسېدونکی وو، شاوخوا څلور میاشتې مخکې ایران ته د کار لپاره ولاړل او بیا یې څرک ونه لګېد.

دوی ادعا کوي، چې کافي اسناد او شواهد لري چې ښیي دغه کسان ایرانیانو د تایباد په اړونده سیمه کې وژلي.

یوه مظاهره کوونکي وویل: ''دوی ۱۳ د تایباد په مربوطاتو کې وژلي. موږ یې مړي غواړو. څلور میاشتې کېږي چې هڅې کوو، خو څوک مو غږ نه اوري. کابل ته هم تللی یو.''

ځینو مظاهره کوونکو خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې و نه منل شي، دوی به په تاوتریخوالو لاس پورې کړي.

د هرات ولایتي چارواکي وایي دوی په دې اړه په لیکلې توګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی، چې دغه موضوع تعقیب کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .