کابل: سوله غوښتونکي طالبان ځان خوندي نه ګڼي

د خپريدو وخت: 16:47 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

افغان حکومت وايي یو شمېر فعال طالبان چې د سولې د ملاتړ غږ نه پورته کوي لامل یې دا دي چې دغه خلک د نه خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ دي.

افغان حکومت وايي یو شمېر فعال طالبان چې د سولې د ملاتړ غږ نه پورته کوي لامل یې دا دي چې دغه خلک د نه خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زی وايي د دغو ستونزو د هواري په موخه يې له پاکستان سره اړيکې ډېرې کړي دي خو دا يې ونه ويل چې دغو کسانو ته د چا له لوري گواښ مخامخ دى.

افغان حکومت پخوا د هغو طالب استازو او مرکچيانو د خونديتوب په اړه له پاکستانه د مرستې غوښتنه کړې وه چې په وينا يې ښايي د سولې د بهير په ترڅ کې کوم هېواد ته ولېږدي.

افغان حکومت نېژدې دوه مياشتې مخکې ويلي وو چې د دغه طالب استازو د پاسپورټونو د ستونزې او خونديتوب په اړه يې له امريکا او او پاکستان سره خبرې پيل کړي دي.

په داسې حال کې چې د دغو خبرو پايلې لا هم نه دي جوتې شوي اوس د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زى وايي گڼ شمېر طالب چارواکي د پاکستان په زندانونو کې دي او لامل يې دا دى چې گواکې له زندانه بهر يې خونديتوب ډاډمن نه دى.

ښاغلي کرزي هم اړمه ورځ (د جمعې ورځ د ډسمبر۷ مه) له پاکستانه د هغو طالب بنديانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه چې په وينا يې د جوړجاړي پر بهير گټور اغېزپريباسلى شي.

تېره ميلادي مياشت چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني پاکستان ته تللى و پاکستان یې په غوښتنه ٩ تنه طالبان خوشي کړل.

شننه

يو شمېر کارپوهان وايي اوس پاکستان او افغانستان د سعودي په مرسته د خبرو د بهير په لړ کې د ورته دريځ له کبله يو څه نېژدې شوي دي.

کارپوهان انگېري چې گواکې پاکستان د قطر په خبرو کې د خپل اړين اغيز پر شيندلو باوري نه دی.

افغان چارواکي وايي دوى په قطر کې هم خبرو ته چمتو دي خو د سعودي په منځگړیتوب خبرو ته يې ځکه ليوالتيا ډيره ده چې گواکې د قطر د خبرو په پيلولو کې افغان حکومت نه و ښکيل کړای شوى.

په پام کې ده چې په فرانسه کې هم د سولې د بهير د ارزونې په موخه يوه غونډه جوړه شي.

د دغې غونډې نيټه نه ده په ډاگه شوې خو رسنۍ انگېري چې گواکې د وسلوالو طالبانو يو شمېر استازي، حکومتي چارواکي او د افغان حکومت سياسي مخالفان په دې خبرو کې برخه واخلي.

سره له دې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزات د دغې غونډې هرکلي وکړ دا يې يوه نا رسمي ناسته وبلله.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .