افغانستان د ای ټي د پرمختګ لپاره تړونونه وکړل

د خپريدو وخت: 10:59 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

د افغانستان د مخابراتو وزرات چارواکي وايي د دغو چارو اصلي موخه د انټرنټ بهیر چټکول، د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د ظرفیتونو لوړول او تر څنګ یې د کاري زمینو برابرول دي.

د افغانستان مخابراتو وزارت د تکنالوژۍ او وړتیاوو د لوړېدو په برخه کې د ځوان نسل د روزنې په موخه له شپږو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړل.

دغه چارې به د نړیوال بانک په مالي مرسته پر مخ بېول کېږي.

د افغانستان د مخابراتو وزرات چارواکي وايي د دغو چارو اصلي موخه یې د انټرنېټ بهیر چټکول، د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د ظرفیتونو لوړول او تر څنګ یې د کاري زمینو برابرول دي، چې د تړون له لاسلیکولو سره به یې چارې هم پیل شي.

د دغو شپږو پروژو ټول لګښت شاوخوا پنځه میلیونه ډالره کېږي چې نړیوال بانک یې ورکوي.

د افغانستان د مخابراتو وزرات تخنیکي مرستیال بریالی حسام وايي د دغې چارې له لارې به ۱۵۰۰ افغانان ځوانان د تکنالوژۍ په برخې کې زده کړې وکړي.

"دوی باید د پوهنتون د دریم یا څلورم کال محصلین وي او یا هم د ای ټي په برخې کې تخصص او سند ولري. په دغو زدکړو کې ښځینه او نارینه ټول کولای شي ګډون وکړي. زده کړې به په څلورو برخو کې لکه، هارډوېیر، سافټ وېیر، ډېټا بېس او سافټ سکېلز وي"

فرهاد غفور

د مخابراتو وزرات چارواکي وايي له یوه امریکايي شرکت سره په ګډه به د کرنې، روغتیا، ښوونې او روزنې، امنیت، مالیې ، ټرانسپورټ اوبو او برېښنا او ګڼو نور برخو کې له ۳۰ پروګرامونو ګټه واخیستل شي.

د رڼا انټرپرایس شرکت د افغان ځوانانو د روزنې تړون د یوې برخې ګټونکی دی، د دغه شرکت تجارتي او پراختیا برخې مرستیال فرهاد غفور وايي دوی له څو کلونو مخکې دغې چارې ته چمتو والی درلود او هغه کسان چې غواړي په دغه پروګرام کې شامل شي باید یو لړ ځانګړتیاوې ولري.

د نوموړي په خبره" دوی باید د پوهنتون د دریم یا څلورم کال محصلین وي او یا هم د ای ټي په برخې کې تخصص او سند ولري. په دغو زدکړو کې ښځینه او نارینه ټول کولای شي ګډون وکړي. زده کړې به په څلورو برخو کې وي لکه، هارډوېیر، سافټ وېیر، ډېټا بېس او سافټ سکېلز ."

په تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو کې د افغانستان مخابراتي چارو پرمختګ بې ساری بلل کېږي، تر یو میلیارد ډالرو ډېره پانګونه په کې شوې ده، چې پر ټیليفوني اسانتياو سربېره يې لکونو افغانانو ته د انټرنټ اسانتياوې هم برابرې کړې دي.

په داسې حال کې چې د زیاتره افغانانو اقتصادي حالت ډېر ښه نه دی، خو اړ دي چې له عصري ټيکنالوژۍ ګټه واخلي او د نړۍ له معاصر پرمختګ سره ځانونه برابر کړي.

د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان نژدې ۹۰ سلنه سیمې مخابراتي اسانتیاوې لري، او نژدې ۷۰ په سلو کې وګړي یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .