'حکومت باید د انتقالي عدالت پروګرام پلي کړي'

د خپريدو وخت: 13:43 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

شاو خوا درې لسیزې کېږي چې افغانستان له جګړو او تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دی.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځي په درشل کې افغانستان کې لسګونو ټولنو له افغان حکومت څخه غوښتي چې د سولې د ټینګښت او جګړې د ختمولو په موخه دې د انتقالي عدالت پروګرام پلي کړي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وایي تر هغو چې د بشري حقونو سرغړوونکو ته سزا ورنه کړل شي، تل پاتې سوله به ناشونې وي.

له دې سره هممهاله په افغانستان کې د بشري حقونو د څار اداره وایي نوې موندنې یي ښیي چې په دغه هېواد کې د جګړو ۹۷ سلنه قربانیان د بشري حقونو د سرغړوونکو د محاکمې غوښتونکي دي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله چې د بشري حقونو له ۲۰ سازمانونو جوړه ده، په یوه خوله یې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د معافیت فرهنګ لېرې او انتقالي عدالت پلي کړي.

ددغې ټولنې یو چارواکی محمد یونس اختر وايي "د بشري حقونو په اړه د تېرو او اوسنیو سرغړونو په اړه رسمي ارزونې باید د افغانستان د دولت له خوا پیل شي، عاملین یې وپېژندل شي او خلکو ته معرفي شي.

دوهم دا چې د معافیت فرهنګ باید پای ته ورسېږي او د روغې جوړې او عمومي بښنې قانون باید لغو کړي. دریم دا چې هر ډول خبرې اترې چې په هغو کې د خلکو ، په تېره بیا د قربانیانو غوښتنې او اړتیاوې له پامه غورځول شوې، باید پای ته ورسېږي.

څلورم، د سولې او عدالت لپاره د دولت پروګرام باید د هېواد د مدني ټولنو په همکارۍ او د ښځو په پراخ ګډون سره بیا له سره پیل شي او د هغه د پلي کېدو لپاره باید نوی مهال ویش اعلان شي."

د بشري حقونو فعالان په دې باور دي چې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې ترګام دمخه باید هغو کسانو ته سزا ورکړل شي چې په مخکې کلونو کې یې جرمونه تر سره کړي. دوی وايي د سولې خبرې اترې له عدالت پرته نه شي بریالۍ کیدای.

په افغانستان کې د جهادي قومندانانو تر منځ د خپل منځي جګړو پر مهال زرګونه ملکي وګړي، په تېره بیا په پلازمېنه کابل کې ووژل شول، چې د دوی کورنۍ په تېرو ۱۱ کلونو کې په پرله پسې ډول له ولسمشر کرزي څخه د عدالت په تمه دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د څار ادارې په یوه نوي راپور کې اعلان کړی چې د دغه هېواد د جګړو شاوخوا ۹۷سلنه قربانیان د بشري حقونو د سرغړونکو د محاکمې غوښتونکي دي.

د دغې ادارې مرستیال نعمت الله ابراهیمي وایي" دغه شمېره د افغانستان په یوازې دریو ولایتونو کې د پلټنو پایله ده. د افغانستان د بشري حقونو د څارسازمان دغه نوی راپور چې نن خپور شو، د شاوخوا ۱۳۰۰ مخامخ مرکو څخه جوړ دی چې د افغانستان د جګړې اصلي قربانیان دي.

"زه فکر کوم ډېر خلک ښایي په دې اند دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به امنیتي وضعیت ښه نه شي او دې کار واقعاً زه خواشینې کړې یم چې نړیوالي ټولنې په دې برخه کې لا ډېره رغنده ونډه نه ده اخیستې."

هیدر بار

دغه مرکې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې شوې چې په ترڅ کې یې پرېکړنده اکثریت په افغانستان کې د تېرو جرمونو د ارزوني غوښتونکی دی.

په دریو سیمو کې چې موږ څېړنې وکړې شاوخوا ۹۷ سلنه خلک وایې چې د تېرو ستونزو اغېز لاتر اوسه هم په بېلا بېلو ډولونو د دوی په ژوند کې پاتې دی او هم د دغو کسانو څه باندي ۹۵ سلنه یې د تېرو جرمونو په تړاو د عدالت غوښتنه کړې."

جنګي مجرمینو ته سزا ورکول او د انتقالي عدالت موضوع یوازې په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولنې اندېښنه نه ده، بلکې نړیواله ټولنه هم له دې کبله اندېښمنه ده.

د بشري حقونو د څار د نړیوالي ادارې مسوله هیدر بار بي بي سي ته ویلي، داسې اندېښنې شته چې ښایې تر ۲۰۱۴ کال وروسته اصلا په افغانستان کې د انتقالي عدالت پروګرام پلي نه شي.

"زه فکر کوم ډېر خلک ښایي په دې اند دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به امنیتي وضعیت ښه نه شي او دې کار واقعاً زه خواشینې کړې یم چې نړیوالي ټولنې په دې برخه کې لا ډېره رغنده ونډه نه ده اخیستې . دوی حکومت په سمه توګه نه دی هڅولی چې انتقالي عدالت پلي کړي."

شاو خوا درې لسیزې کېږي چې افغانستان له جګړو او تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دی. په دغو کلونو کې زرګونه کسان قرباني شول او د هېواد ډېره برخه په کنډوالو بدله شوه.

د دغو جګړو د قربانیانو ټپونه لا اوس هم تازه دي او هره ورځ د عدالت نارې وهې، خو ډېر په دې باور دي چې دغو نارو ته تر اوسه چا غوږ نه دی نیولی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .