طالبان: د پاريس غونډې ته ورځو، خو پر سوله نه غږېږو

د خپريدو وخت: 01:25 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

طالبان وايي د پاريس غونډه کې ګډون کوي، خو د سولې او پخلاینې په اړه به خبرې ونه کړي.

طالبان وايي د افغانستان راتلونکې په اړه د خبرو لپاره به په یوه غونډه کې چې ټاکل شوې په فرانسه کې جوړه شي ګډون وکړي، خو د سولې او پخلاینې په اړه به خبرې ونه کړي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې یوې وینا کې راغلي چې د دوی له سياسي دفتره دوه تنه استازي به د پاریس غونډې ته واستول شي چې دافغانستان د حالاتو په اړه د طالبانو دريځ په مخامخ توګه د غونډې ګډونوالو او نړيوالو ته ورسوي.

ویاند زیاته کړې چې د دوی استازي به یوازې خپله وینا اوروي او ټیګار یې کړی چې دغه کنفرانس يو څېړنيز اوعلمي کنفرانس دی نو ځکه په هغه کې نه له چاسره کومه سياسي پرېکړه کېږي او نه به هم له افغان حکومت یا بهرنیو ځواکونو سره کوم ډول خبرې اترې وشي.

د پاریس په غونډه کې چې د فرانسې د څېړنيز انستیتیوت له خوا جوړېږي ټاکل شوې د افغانستان د سولې د دولتي شورا، د حکومت د سیاسي مخالفینو او حزب اسلامي استازي هم ګډون وکړي.

د پوهاوي ګډ ټکي

داسې اټکل نه کېږي دا غونډه به کومه ټاکلې پایله ولري، خو د افغانستان په روانو حالاتو کې د ښکېلو بېلابېلو لویو اړخونو تر منځ به یوه کم سارې مخامخ ناسته وي.

خو د افغانستان د چارو یو کارپوه وحید مژده چې د پاریس د کېدونکې غونډې په اړه معلومات لري وايي کېدی شي په دغو خبرو کې داسې ګډ ټکي راپورته شي چې په راتلونکې کې د سولې په اړه خبرو کې ترې ګټه واخیستل شي.

"دلته ګډون کوونکي اړخونه به هر یو د افغانستان په اړه خپل نظر څرګند کړي. د دغو بېلا بېلو نظرونو څرګندول به، چې کېدی شي په ځېنو برخو کې له یو او بل سره جوړ او یو شان واوسي، د دې سبب وګرځي چې د کنفرانس په پای کې هغه ټکي چې کېدی شي پرې خبرې وشي، یعنې هغه ټکي چې سره نژدې او ورته وي، ټول شي او د سولې په اړه په راتلونکو خبرو اترو کې ترې ګټه واخیستل شي."

د فرانسې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر له خولې ویل شوي دي چې دغه بین الافغاني کنفرانس به په روانه میلادي میاشت کې جوړ شي.

ښاغلي مژده وویل ټاکل شوې د طالبانو له اړخه د هغوی له سیاسي دفتر څخه شهاب الدین دلاور او محمد نعیم وردګ، د حزب اسلامي له خوا غیرت بهیر او د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو له لوري محمد یونس قانوني، احمد ضیا مسعود او ځینې نور ګډون وکړي.

د افغان دولت له اړخه ویل کې چې د ولسمشر کرزي یو سلاکار حاجي دین محمد او د سولې د شورا د دارلانشا مشر محمد معصوم ستانکزی او یو شمېر نور کسان به په کې ګډون ولري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .