امنیتي پېښو کې دوه افغان چارواکي وژل شوي

د خپريدو وخت: 07:51 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391
ناجیه صدیقي

مېرمن صدیقي کوم ساتونکی نه درلود خو چارواکي وايي چې په نوي تشکیل کې د ښځو چارو ریاست ته درې ساتونکي په پام کې نیول شوي وو.

افغانستان کې امنیتي مقامات وايي، نن سهار ( دسمبر ۱۰) په دوو جلا پېښو کې دوه افغان چارواکي وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه کې د نیمروز امنیې قومندان محمد موسی رسولي، نن ګهیځ هغه مهال ووژل شو، چې د سپرلۍ رینجر موټر یې د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې سړک کې پر یوه خښ شوي ماین وخوت.

ویل کېږي، چې نوموړی له هرات څخه نیمروز ته پر لار و، چې موټر یې په ماین وربرابر شو.

د لوېدیځ زون د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي په وینا محمد موسی رسولي په لومړي سر کې سخت ټپي شوی و، چې روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړه.

ځايي چارواکو ویلي په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی. وسله والو طالبانو د دغه برید پړه پرغاړه اخیستې ده.

بل لور ته ختیځ کې د لغمان ولایت د ښځو چارو ریاست سرپرسته ناجیه صدیقي د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوې ده.

ځايي چارواکي وايي پر مېرمن صدیقي سهار شاوخوا اته نیمې بجې برید وشو، چې په پایله کې یې هغه ووژله شوه.

رسولي

محمد موسي رسولي روغتون ته پر لار ساه ورکړه.

دغه پېښه ولایتي مرکز مهترلام ښار ته نژدې د ده مازو په سیمه کې رامنځ ته شوه.

د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک د پېښې په اړه بي بي سي ته وویل، نوموړې نن سهارله کوره دفتر ته پر لاره وه، چې پرې نا معلومو وسله والو ډزې وکړې او ویې وژله.

د سرحدي ځواک په وینا ځايي امنیتي چارواکي د پېښې څېړلو لپاره د پېښې ځاي ته رسېدلي دي.

د تېرې جولای په میاشت کې د لغمان د ښځو چارو رييسه حنيفه ساپۍ هم د سړک غاړي ماین په یوه چاودنه کې وژل شوې وه.

په هغه پېښه کې د حنیفه ساپۍ له مېړه سره ۱۱ نور کسان هم ټپیان شوي وو. حنيفه ساپۍ د ولايتي شورا غړې وه او يو کال مخکې يې د شورا د غړيتوب له پرېښودو وروسته د ښځو چاور د رييسې په توګه دنده ترسره کوله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .