افغان ښځو ته "عدالت" لا هم نه رسېږي

د خپريدو وخت: 08:25 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

د ملګرو ملتونو یو راپور وايي په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي کوونکي لا هم په پراخه کچه له سزا خوندي پاتې دي.

په راپور کې راغلي پر ښځو د زیاتره بریدونو خبرونه نه ورکول کېږي او د زیاتره جدي جرمونو په اړه د نارینه وو په قومي جرګو کې معاملې کېږي.

راپور وايي له زیاتره افغان مېرمنو او نجونو له کوره د تېښتې په تړاو په ناسمه توګه څېړنې او تحقیق کېږي، چې زیاتره یې د تاوترخوالي له امله تېښتې ته اړ کېږي.

ملګري ملتونه وايي هغه قانون چې درې کاله مخکې جوړ شوی و او په کې ویل شوي، چې ښځې به خوندي وساتي، تر ډېره له پامه غورځول شوی دی.

د پېښو په اړه ورکړل شوي راپورونه وايي په روان کال کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی دېرش سلنه ډېر شوی دی.

د دوشنبې په ورځ د لغمان ولایت د ښځو چارو سرپرسته هم د نامعلومو وسله والو له خوا په یوه برید کې ووژل شوه.

تېره میاشت، په کندوز ولایت کې دوه کسانو یوه نجلۍ وروسته تر هغه ووژله، چې پلار دوی ته له ورکړې ډډه وکړه.

همداشان، تېره میاشت، څلور افغان پولیس په کندوز ولایت کې پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور ۱۶ کاله بندي شول.

که څه هم په افغانستان کې وړاندې د جنسي تېري ډېرې پېښې نه وې، خو په وروستیو کې په دغه هېواد کې ډېرې شوې دي.

۳۵۰۰ پېښې

تېره میاشت د له ښځو سره د زور زياتي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلي وو چې له افغان ښځو سره د زور زیاتي ۳۵۰۰ پېښې یې ثبت کړې دي.

د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر ویلي وو، چې د زورزیاتي دغه پېښې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په بېلا بېلو ولايتونو کې د دغه وزارت په دفترونو کې ثبت شوې دي.

که څه هم اغلې غضنفر ویلي د تېر کال په پرتله له ښځو سره د زورزياتي پېښې نه دي زياتې شوي، خو سږنۍ پېښې زړه بوږنوونکې دي.

" د بشري حقونو نړېوال سازمانونه او په افغانستان کې د بشري حقونو فعالينو پر حکومت غږ کړی، چې له ښځو سره د زورزياتي د مخينوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي."

نوموړې وايي:"له موږ سره هماغه ۳۵۰۰ پېښې ثبت دي چې تېر کال ثبت وې، خو سږ کال موږ متوجه شو چې پېښې ډېرې جدي دي. موږ سږ کال ډېرې زړه بوږنوونکې پېښې ثبت کړې، چې په تېرو کلونو کې يې شمېر لږ وو. موږ د ښځو پر وړاندې له هر ډول زورزیاتي نه اندېښمن يو، که هغه لفظي وي او په لاره يوې نجلۍ ته ويل کېږي، که هغه د زده کړو په مرکزونو او دفترونو کې وي او يا هم کورنی تاوتريخوالی وي چې له امله يې یوه ښځه په لفظي ډول، د وهلو ډبولو او نورو رواني فشارونو له امله رټل کېږي."

د بشري حقونو نړېوال سازمانونه او په افغانستان کې د بشري حقونو فعالينو پر حکومت غږ کړی، چې له ښځو سره د زورزياتي د مخينوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

که څه هم حکومت د ښځو پر وړاندې زورزیاتی منع اعلان کړی، خو په دې کې پاتې راغلی چې په بشپړ ډول له ښځو سره د زور زیاتي د ښځو پېښې ودروي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .