افغان حکومت وايي افغانانو ته په کور کار ورکوو

د خپريدو وخت: 22:20 گرینویچ - جمعه 14 ډسمبر 2012 - 24 لیندۍ 1391

د استراليا د دفاع وزير ويلي د دوی افغان ژباړن، د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي او د نورو ملکي برخو افغان کارکوونکي کولای شي په دغه هېواد کې و اوسېږي.

افغان حکومت د اسټراليا هغه وړانديز په اړه اندېښنه په ډاګه کړې چې ويلي يې دي هغو افغانانو ته په اسټراليا کې د اوسېدو زمينه برابروي چې په افغانستان کې يې له دوی سره کار کړی دی.

په اسټراليا کې د اوسېدو دغه وړانديز يوازې هغو افغان ژباړونکو او د ملکي برخې کارکوونکو ته شوی چې په افغانستان کې يې د خپلو دندو له امله ژوند له خطر سره مخامخ دی.

خو د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت هغو افغانانو ته چې له بهرنيانو سره يې کار کړی دوی ته د کاري او امنيت مصوونيت په اړه ډاډ ورکوي.

تر اسټراليا وړاندې امريکا، کاناډا او نیو زيلاند خپلو افغان همکارانو ته په دغو هېوادو کې د اوسېدو زمينه برابره کړې ده.

اسټراليا وايي د بشري پروګرام پر بنسټ هغو افغانانو ته په اسټراليا کې د اوسېدو زمینه برابره وي چې له دوی سره يې په پوځي او ملکي برخو کې کار کړی او ژوند يې په خطر کې دی.

د استراليا د دفاع وزير ويلي د دوی افغان ژباړن، د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي او د نورو ملکي برخو افغان کارکوونکي کولای شي په دغه هېواد کې و اوسېږي.

خو افغان حکومت د اسټراليا د دغه تازه اقدام په اړه په خپل لومړي غبرګون کې په دې اړه اندېښنه ښوولې، ويلې يې دي دا په کار پوه افغانان هڅوي چې افغانستان پرېږدي.

د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير واصل نور مهمند وايي که د اسټراليا په څېر نور هېوادونه هم کاري ظرفيتونه چې له نوې ټکنالوژۍ سره بلد دي له افغانستان نه وباسي دا به د افغانستان د راتلونکي لپاره يوه لويه ضربه وي.

ډېری هغو کسانو چې په تېرو لسو کلونو کې يې له بهرنيانو سره کار کړی، وروسته د مسووليتونو د لېږد له بهيره د خپل امنيت په اړه ډاډمن نه دي او له هېواده د وتو په هڅه کې دي، خو افغان حکومت د دوی د امنيت ډاډ ورکوي.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت په داسې حال کې چې شاوخوا درې ميليونه افغانان وزګار دي دوی ته کاري ضمانت ورکوي.

اسټراليا تر دې وړاندې هغه مهال چې په عراق کې خپل پوځي ماموريت پای ته ورساوه د ورته پروګرام پر مټ نژدې ۶۰۰ عراقيانو ته چې له دوی سره يې کار کاوه، په اسټراليا کې د اوسېدو زمينه برابره کړه.

دا لا نه ده معلومه چې په افغانستان کې څومره افغانانو د اسټراليا له پوځي او ملکي برخو سره کار کوي، خو اټکلونه دا دي چې ښايي شمېر يې سلګونو ته ورسېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .