تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان بهرنۍ "تګلاره بدلېږي"

د خپريدو وخت: 09:14 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391
کرزی

ولسمشر کرزي د ناټو له غړو هېوادونو او امریکايي حکومته وغوښتل، چې د افغانستان له کلیو څخه خپل ځواکونه وباسي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په بهرنیو هېوادونو کې افغان سفیرانو ته د وینا پرمهال په کابل کې وویل، چې له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د بهرنۍ تګلارې د اساسي ټکو پر بدلون غور روان دی.

ولسمشر کرزي په بهر کې د افغان سفیرانو د کابل په کلني کانفرانس کې د ناټو په غړو هېوادونو او د امریکا پر حکومت غږ وکړ، چې له افغان کلیو او بانډو څخه خپل سرتېري وباسي.

ولسمشر حامد کرزي په کابل کې یوې یوه خبري کانفرانس ته وویل، چې افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد تر بشپړېدا وروسته بهرني ځواکونه باید په هېڅ کوم جګړه ییز فعالیت کې برخه وانخلي.

نومړي دا څرګندونې په بهر کې د افغان سفیرانو د کابل یوه کلني کانفرانس ته کولې.

د راتلونکو درېیو کلونو لپاره، له بهرنیو هېوادونو سره د بهرنۍ پالیسۍ د ټينګښت دغه څو ورځنۍ کانفرانس نن په کابل کې پیل شو.

ولسمشر کرزي د ناټو له غړو هېوادونو او امریکايي حکومته وغوښتل، چې د افغانستان له کلیو څخه خپل ځواکونه وباسي.

نوموړي وویل: "تر۲۰۱۴ وروسته به له نړۍ سره زموږ اړیکي بدل شي. داسې بدلون، چې ناټو او امریکايي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال ترپایه پورې له افغانستانه ووځي، او تر دې مخکې په ۲۰۳ کال کې به افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو لېږدونه بشپړه شي."

هغه وویل، چې د امنیتي لېږد په بشپړېدو سره به "هېڅ بهرني ځواکونه د افغانستان د خاورې د دننه پوځي فعالیتونه نه کوي. موږ هڅه کوو، چې د لېږد بهیر تر ټاکل شوي مهال وېش مخکې بشپړ شي. په دې مانا چې بهرني ځواکونه باید د افغانستان له کلیو، بانډو او بازارونو څخه ووځي."

دغه افغان مشر د افغانستان پر ستراتیژیکو ملګرو او تمویلوونکو هېوادونو د تجهیزاتو او سمې روزنې له اړخه د افغان ځواکونو د روزنې غوښتنه وکړه.

هغه وویل، چې د امنیتي لېږد تر بشپړېدو یې له مرستندویه هېوادونو غوښتنه دا ده، چې افغان ځواکونو په نړیوالو معیارونو ورزول شي او د اړتیا وړ پوځي تجهیزات ورکړل شي:

"موږ له نړۍ سره خپل اړیکي رغول په داسې شکل غواړو، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره دوی خپله ستراتیژیکه ملګرتیا او حضور ټینګ وساتي، نه داسې چې د تاکتیکي جګړې په بڼه حضور ولري. په دې مانان چې ددوی حضور باید په هېواد کې د ثبات او د افغانستان د پوځ د روزنې لپاره بنسټیزه رول ولري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .