افغانستان او پولنډ د همکارۍ تړون لاسليک کړ

د خپريدو وخت: 17:32 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

افغان ولسمشر او د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادو سالوف سیروکروسکي.

افغانستان له پولنډ سره چې د ناټو په چوکاټ کې يې سرتېري په دغه هېواد کې حضور لري د همکارۍ تړون لاسليک کړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له خپل پولنډي سيال سره يوه ګډ خبري کنفرانس ته وويل د دغه تړون پر بنسټ به د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي، امنيتي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې لا پسې پياوړې شي.

کنفرانس ته د پولنډ د بهرنيو چارو وزیر په ډاګه کړه چې له افغانستانه د خپلو سرتېرو وتو ته ژمن دي، خو د افغان ځواکونو روزنې ته به دوام ورکوي.

له بهرنيو هېوادونو سره د ستراتيژيکو سندونو او همکاريو په لړ کې افغانستان له پولنډ سره چې په دغه هېواد کې ۲۶۰۰ سرتېري لري د همکارۍ تړون لاسليک کړ.

افغان حکومت وايي له پولنډ سره يې د دوستۍ اړېکې پخوانۍ دي، خو د همکاريو نوی پړاو به يې په سياسي، امنيتي، فرهنګي، اقتصادي، تحصيلي او علمي ډګر کې اوسنۍ همکاري يو پر دوه کړي.

د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول وويل پولنډ په تېرو کلونو ءض له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه او د امنيت په ټينګښت کې مرسته کړې او تر دې وروسته يې ترې تمه د افغان ځواکونو روزنه او په دغه هېواد کې پانګونه ده.

"د امنيت په برخه کې زموږ تمه له خپلو پولنډي ملګرو دا ده چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنې او تجهیزولو ته دوام ورکړي، خو زموږ اړېکې به تر ډېره بريده پر اقتصادي اړيکو او د افغانستان په راتلونکې کې د پولنډي سوداګرو په پانګونې ولاړې وي."

د بهرنيو چارو وزير وويل افغانستان تر ځمکې لاندې پراخې کاني زېرمې لري او پولنډي پانګوال يې وهڅول چې د دغو زېرمو په وېستو کې برخه واخلي.

دغې ګډې ناستې ته د پولنډ د بهرنيو چارو وزير وويل افغانستان په تېره يوه نيمه لسيزه کې چې هغه مهال مجاهدين واکمن وو، بدلون کړی دی.

رادو سالوف سیروکروسکي وويل دوی به د تېر په څېر افغانستان يوازې پرې نه ږدي او له ۲۰۱۴ کال وروسته به خپل جګړه ييز ماموريت په روزنیز هغه بدل کړي:

"پولنډ په افغانستان کې په برياليتوب سره د خپل ماموريت پای ته رسولو ته ژمن دی او له ۲۰۱۴ کال وروسته به خپل ماموريت د افغان ځواکونو په روزلو وغځوي. زه يو له هغو کسانو يم چې ډاډ درکوم افغانستان به د ۱۹۹۰مې لسېزې په څېر يوازې نه وي. موږ داسې يو افغانستان غواړو چې په هغه کې دېموکراسي وي او داسې يوه باثباته سرچينه وي چې د سيمې ستونزې هواروي."

پولنډ په افغانستان کې شاوخوا ۲۶۰۰ سرتېري لري چې ډېری يې په غزني، باګرام او پکتيکا ولايتونو کې مېشت دي او په تېرو نژدې لسو کلونو کې يې ۲۲ عسکر د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .