د نشه يي توکیو پر ضد د مبارزې پروژې لاسلیک شوې

د خپريدو وخت: 13:17 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

که څه هم د تېرې لسیزې په اوږدو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې په ډګر کې میلیونونه ډالر لګېدلي دي، خو د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور له مخې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو کر یو ځل بیا پر ډېرېدو دی.

د افغانستان د نشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د عامه ګټې اخېستنې لپاره ۲۴ بېخبنايي پروژې لاسلیک کړې.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره د کابو ۲۳ میلونو ډالرو په ارزښت یادې پروژې هغو ولایتونو ته ورکول شوې، چې د کوکنارو په کښت کې یې کموالی راوستی دی.

له بله پلوه د ولسي جرګې د نشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون د یادو پروژو قراردادونه تر نیوکې لاندې راوستي او د چارواکو په خبره یې له شرکتونو سره د تړونونو په پروسه کې اداري فساد شوی دی.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو په خبره دغه پروژې د یاد وزارت د هغه پروګرام برخه ده، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د ښې مبارزې کوونکو ولایتونو ته ورکول کېږي.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د کابو ۲۳ میلونو ډالرو په لګښت دغه پروژې نن( یکشنبه د ډسمبر ۱۶) د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل او بېلابېلو شرکتونو تر منځ لاسلیک شوې.

ښاغلي مقبل وویل، هغه ولایتونه چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې یې پام وړ بریاوې ولري، دوی ورته پروژې پیلوي.

"موږ د ښو کړنو ستاینې په نامه یو پروګرام لرو. هغه ولایتونه، چې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې ډګر کې یې ښه فعالیتونه کړي وي، په کلني ډول ورته یو میلون ډالر ورکوو او هغه ولایتونه چې د نشي توکو په کر کې د لس سلنې لاندې پام وړ کموالی راولي، هغوی ته هم د هر هکټار کموالي په مقابل کې د ستاینې په ډول یو څه ورکوو. "

"د ولسي جرګې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي د داوطلبۍ پر دغه بهیر نیوکه کوي او رڼه یې نه بولي."

ښاغلي مقبل همداراز وویل، چې په یادو پروژو کې د ښوونځیو، پلونو، استنادي دېوالونو، روغتیايي مرکزونو او حرفوي زده کړو مرکزونو په څېر ټولګټې بېخبنايي پروژې شاملې دي، چې پر مټ به یې د یادو ولایتونو خلک د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ته لا وهڅول شي.

ده وویل، چې یادې پروژې شرکتونو ته له داوطلبۍ وروسته ورکول شوې.

خو د ولسي جرګې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي د داوطلبۍ پر دغه بهیر نیوکه کوي او رڼه یې نه بولي.

د دغې جرګه ګۍ مشر حاجي محمد ولي علیزي په یاده غونډه کې ګډون کړی و. نوموړي وویل" څوک چې برنده دی هغه دې بېرته خپلې پېسې واخلي، که چا ته یې ورکړې وي. دا یو ظلم شوی. ځکه چې پر دغو نورو قراردادو موږ لا انتقاد لرو چې هغه ټول مستحق خلک چې داوطلبي یې کړې ده هغو ته خپل حق نه دی رسېدلی"

خو له نیوکې کولو وروسته نوموړی د اعتراض په ډول له یادې غونډې ووت.

که څه هم د تېرې لسیزې په اوږدو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې په ډګر کې میلیونونه ډالر لګېدلي دي، خو د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور له مخې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو کر یو ځل بیا پر ډېرېدو دی.

د دوی د راپور له مخې سږکال د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د نشه يي توکو په کر کې ۱۸ سلنه ډېروالی راغلی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .