د بغلان د بورې شرکت افغانانو ته وسپارل شو

د خپريدو وخت: 11:56 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

د بغلان د بورې شرکت اوسمهال په کال کې نژدې ۳۲۰ ټنه بوره تولیدوي.

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د بورې د شرکت ټولې چارې له دوو جرمن شرکتونو افغان لوري ته وسپارل شوې.

د بورې د دغه شرکت چارې، چې په افغانستان کې تر ټولو پخوانی او لوی شرکت دی، نژدې له تېرو اتو کلونو راهیسې جرمني شرکتونو پر غاړه لرلې او نن ( یکشنبه د ډسمبر ۱۶) یې ټول مسوولیتونه د افغانستان د کرنې وزارت ته وسپارل شول.

د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي وايي، هڅه به وکړي، چې له دغه شرکت سره هر ډول مرسته وکړي. د بغلان د بورې شرکت، چې پخوا د بغلان د بورې په فابریکې هم مشهور و، نژدې ۷۰ کاله وړاندې د جرمنیانو له خوا د لومړي ځل لپاره پرانیستل شوه.

خو تر هغې وروسته یې څو ځله تولیدات د جګړو له امله په ټپه ودرېدل. په ۲۰۰۴ کال کې د جرمنیانو په مالي مرسته یو ځل بیا دغه شرکت تولید پیل کړ، چې له دې وروسته یې چارې افغانان مخ ته وړي.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي په کابل کې خبرې ناستې ته وویل، د دغه شرکت ټولې چارې به له دې وروسته د یوه افغان اجرایوي پلاوي له خوا سمبالېږي.

ښاغلی رحیمي وايي، وزارت به د شرکت د تولیداتود لوړوالي لپاره له دغه شرکت سره مرسته کوي:

"تخنیکي او مالي پرېکړې به ټولې همدغه پلاوی کوي. له دې وړاندې ټول واکونه د جرمنیانو په لاس کې و، نو اوس چې چارې افغاني شوې، هیله ده، چې کار به هم ورسره ښه شي او زه ډاډ درکوم، چې د کرنې وزارت به هم له دغه شرکت سره مرسته کوي."

ښاغلي رحیمي دغه راز وویل، چې افغانستان اوسمهال نږدې ۱۲۰ زره ټنه بورې ته اړتیا لري او که دغه شرکت په سم ډول تولیدات ولري، نو د افغانستان ۱۲ سلنه اړتیاوې به پوره کړي.

د بغلان د بورې شرکت اوسمهال په کال کې نژدې ۳۲۰ ټنه بوره تولیدوي، خو د کرنې وزارت وايي هڅه کوي د چغندر د کښت په ډېرولو سره دغه کچه لوړه کړي.

د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې د بغلان د بورې شرکت پنځو نورو کلونو ته اړتیا لري، چې د تولیداتو کچه یې د لګښت له کچې سره برابره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .