د کلتوري پلازمینې په توګه دغزني د اعلانیدو نیټه په ډاګه شوه

د خپريدو وخت: 19:04 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

افغان حکومت وايي غزني ښار به د راروان لمريز کال د وري مياشتې په ۲۳ نيټه په رسمي ډول د اسلامي هېوادونو د کلتوري مرکز په نامه ونوموړل شي

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت وايي غزني ښار به د راروان لمريز کال د وري مياشتې په ۲۳ نيټه په رسمي ډول د اسلامي هېوادونو د کلتوري مرکز نوم غوره کړي.

شاخوا پنځه کاله مخکې د ملګرو ملتونو کلتوري بنسټ آی سیسکو پریکړه کړې وه چې غزني به په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمینې په نامه نوموي. خو نیټه یې نه وه په ډاګه شوې.

اوس چې نیټه یې څرګنده شوې د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د بهرنيو چارو له وزارته غوښتي چې سر له اوسه په ملگرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په مټ د اى سيسکو يانې د اسلامي هېوادونو کلتوري بنسټونو استازو ته بلنليکونه واستوي.

په همدې حال کې د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت وايي کوم شمېر پروژې چې د غزني ښار د چمتوالي لپاره په پام کې نيول شوې وې یو شمېر یې لغوه شوي دي ځکه چې تر ټاکلې نیټې پورې نه شوای بشپړیدای.

په دې پروژو کې د هوايي ډګر او ستوریزو هوټلونو د جوړولو پروژې شاملې وې.

خو چارواکي وايي یو شمېر هغه نښې نښانې او زیارتونه چې ودانۍ یې لرغونی ارزښت لري رغول شوي دي.

افغان حکومت د غزني ښار د سړکونو، هوټلونو او تاریخي نښو نښانو د رغولو لپاره د ۱۲۰ میلیونو ډالرو د ورکړې ژمنه کړې وه خو د غزني سیمه ییز چارواکي وايي حکومت دغه ژمنه پوره نه کړه.

د غزني د چارواکو وینا ده چې تراوسه په دې برخه کې د نادولتي بنسټونو له خوا ۳۰ میلیونه ډالر لګول شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .