هلمند کې ٣٣ ښوونځي بیا پرانیستل شول

د خپريدو وخت: 15:51 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ چارواکي وايي د دغې ولسوالۍ ټول ښوونځي چې له څو کلونو راهیسې تړلي وو بیا پرانیستل شوي دي.

د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ چارواکي وايي د نوي ښوونیز کال راهیسې د دغې ولسوالۍ ټول ښوونځي چې له څو کلونو راهیسې تړلي وو بیا پرانیستل شوي دي.

د ګرمسېر ولسوالۍ د پوهنې مدیر محمد ناصر وایې د تشکیل له مخې ۳۳ ښوونځي لري چې اوس ټول بیا پرانیستل شوي دي.

د ګرمسېر ولسوال ایوب عمر وایي په دغې ولسوالۍ کې د ښوونځیو په بیا پرانیستلو کیدو کې قومي مشرانو، دینې عالمانو او د سیمې خلکو رغنده ونډه درلوده.

اوس مهال په دغې ولسوالۍ کې شاوخوا ۸۰۰۰ زده کوونکي ښوونځیو ته ځي چې څه باندې ۶۰۰ یې نجونې دي.

د ښاغلي ناصر په خبره دم ګړۍ اوه ښوونځي ودانۍ نه لري او تر ټولو لویه ستونزه یې د درسي توکو او کتابونو نشتوالی دی.

د کتابونو نشتوالی هغه ستونزه ده چې د افغانستان په تودو ولایتونو لکه کندهار، زابل او اورزګان کې هم زده کونکي ورسره مخامخ دي او په وار وار یې له چارواکو غوښتنه کړې چې دغه ستونزه یې هواره کړي.

په ګرمسېر ولسوالۍ کې په داسې حال کې ټول ۳۳ ښوونځي د زده کونکو پرمخ پرانیستل شوي چې لاهم د هلمند ولایت تر نیمایي ډېر ښونځي د بیلابیلو ستونزو له کبله تړلي دي.

په هلمند ولایت کې ټول ٣٣٦ ښوونځي دي چې یوازې ١٧٩ يې د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي او پاتې نور یې لاهم تړلي دي.

په افغانستان کې د ښوونځیو د تړل کیدو لوی لامل ناامني ګڼل کېږي چې له امله یې د چارواکو په خبره ۲۵۰۰۰۰ زده کوونکي له زده کړو بي برخې پاتي دي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت د چارواکو په خبره په تېرو څو کلونو کې ۵۰۰ ښوونځي سوځول شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .