دایکنډي: خلک د وسله والو ډلو له شتون څخه سر ټکوي

د خپريدو وخت: 08:32 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

د خدیر ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي اکبر حسني پیغله لور څه موده وړاندې د دغو وسله والو تر منځ د یوې شخړې په ترڅ کې ووژل شوه

د افغانستان د مرکزي ولایت دایکنډي اوسېدونکي د نامسولو وسله والو ډلو له شتون څخه سر ټکوي.

د دې سیمې یو شمېر خلک شکایت کوي، چې دغو وسله والو ډلو په غلا او لارو شکونو لاس پورې کړی، چې له امله یي د سیمې خلک ځوریږي.

دوی وايي، په وار وار یې د دغې ستونزې په اړه پولیسو ته شکایت کړی خو څوک یې خلاصون ته نه دي ورغلي.

خو د دایکنډي والي په دغه ولایت کې د غیرقانوني وسله والو شمېر یو یا دوه کسه ښيي او وايي د هغوی د نیولو هڅې هم روانې دي.

خدیر، سنګ تخت، اشترلي او میرامور د دایکنډي هغه ولسوالۍ دي، چې د یو شمېر اوسېدونکو په خبره یې د ناقانونه وسله والو د کړنو له کبله په کې خلک له ځور او کړاو سره مخامخ دي.

د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو په وینا، د ناقانونه وسله والو شتون په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د امنیت د خرابېدو سبب شوی دی.

د خدیر ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي اکبر حسني، پیغله لور څه موده وړاندې د دغو وسله والو تر منځ د یوې شخړې په ترڅ کې ووژل شوه. دی وايي، چې خلک د دغو ډلو له زور زیاتي څخه تنګ شوي دي.

د سیمې خلک وايي، څو څو ځلې یې د دایکنډي ولایت له چارواکو سره د دغې ستونزې په اړه خبرې کړې دي خو تر اوسه په دې اړه څه نه دي شوي.

"د دایکنډي والي قربان علي اروزګانی په دغه ولایت کې د غیرقانوني وسله والو ډلو د شتون په اړه د خلکو او بشري حقونو د کمېسیون څرګندونې له حقیقته لېرې بولي."

د یادو ولسوالیو لسګونه اوسېدونکي پرون (یکشنبه د ډسمبر ۱۶) د بشري حقونو د ولایتي دفتر مخې ته راټول شول او له دغه کمېسیونه یې په دې اړه مرسته وغوښته.

د دغه دفتر مسوول جواد دادګر وویل، چې دغه ستونزه یې په دایکنډي او کابل کې له چارواکو سره شریکه کړې ده.

ښاغلی دادګر وايي، د یو شمېر ځواکمنو کسانو تر منځ رقابتونه په دغه ولایت کې د ناقانونه وسله والو ډلو د منځته راتګ لامل شوي دي.

خو له بله پلوه د دایکنډي والي قربان علي اروزګانی په دغه ولایت کې د غیرقانوني وسله والو ډلو د شتون په اړه د خلکو او بشري حقونو د کمېسیون څرګندونې له حقیقته لېرې بولي.

دی وايي چې په دایکنډي کې یو یا دوه کسه ناقانونه وسله وال شته، چې په وینا یې د هغوی د نیولو لپاره هم لټون روان دي.

ډېر خلک په افغانستان کې د ناقانونه وسله والو ډلو شتون په دغه هېواد کې د تېرو شاخوا ۳۰ کلونو جګړو ثمره بولي.

که څه هم له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت د ناقانونه وسله والو ډلو د ورکولو هڅې کړې دي، خو اوس هم د دغه هېواد په ځینو برخو کې خلک د دوی له شتون څخه سر ټکوي.

څه موده وړاندې په بغلان ولایت کې هم یو شمېر ناقانونه وسله والو دوې نجونې شپې مهال له خپلو کورونو وتښتولې او تر اوسه یې په اړه د پولیسو لټون کومه پایله نه ده ورکړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .