تر اوسه ۱۴۰۰ افغان 'متخصصین' هېواد ته ستانه شوي

د خپريدو وخت: 11:07 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391

افغان دولت او نړیواله ټولنه له تېرې یوې لسیزې راهیسې هڅې کوي، چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت میلیونونه افغانان خپل هېواد ته راستانه کړي.

د کډوالۍ نړیواله اداره ای او ایم وايي له ۲۰۰۲ کال راهیسې یې د یوه ځانګړي پروګرام له لارې کابو ۱۴۰۰ افغان کارپوهان له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته راستانه کړي دي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې دغه پروګرام د 'کارپوه افغانانو راستنېدل' نومېږي او له ۲۰۰۲ کال راهیسې پیل شوی دی. د دغه پروګرام له لارې له بهرنیو هېوادونو هغه افغان کارپوهان چې په بېلابېلو برخو کې لوړې زده کړې او تجربه ولري خپل هېواد ته پخپله خوښه راګرځول کېږي.

افغان کارپوهان د کډوالۍ ادارې یاد پروګرام ته خپل غوښتنلیک لېږي، دغه اداره د دوی کاري وړتیا ته په کتو په افغان ادارو کې دوی ته اړوندې دندې پیدا کوي او هېواد ته په راستنېدو کې ورسره مرسته کوي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې مشر مارکو باسو وویل، چې د دغه پروګرام له لارې تر اوسه سلګونه افغان کارپوهان راستانه شوي او د افغان دولت په بېلابېلو ادارو کې پر کار ګومارل شوي دي.

جاپان د دغه پروګرام تر ټولو ستر مرستندوی هېواد دی. په کابل کې د دغه هېواد مرستیال سفیر سیجي اواکاډا غونډې ته په خپلو خبرو کې دغه پروسه ځکه مهمه وبلله چې په خبره یې دا به د افغانستان د بشري سرچینو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او دا هغه څه دي چې د ده په خبره د یوه هېواد د پرمختګ بنسټ جوړوي.

د کډوالو چارو افغان وزیر یادې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د راتلونکي کال لپاره د افغان کډوالو د بېرته راستنولو په موخه په دوو سترو پلانونو کار کوي، چې نړیوالې ټولنې ورسره د کابو دوه میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

افغان دولت او نړیواله ټولنه له تېرې یوې لسیزې راهیسې هڅې کوي، چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت میلیونونه افغانان خپل هېواد ته راستانه کړي.

خو ناامني او د روزګار نشتون هغه دوه سترې ستونزې دي، چې له امله یې افغان کډوال راستنېدو ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري وویل، چې د راتلونکي کال لپاره یې دوه طرحې جوړې کړې دي، چې له مخې به یې له ګاونډیو او نورو بهرنیو هېوادونو د افغان کډوالو د راستنولو هڅې وکړي او په هېواد کې دننه به دوی ته د کار پیداکولو زمینه هم برابره کړي.

خو له بله پلوه یو شمېر افغانان د کډوالو په راستنولو کې د افغان دولت هڅې او د نړیوالو مرستې کافي نه بولي او د زیاتېدو غوښتنه یې کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .