ننګرهار کې د ظاهر ارماني مړی موندل شوی

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391
ارواښاد ارماني

ارماني په ګڼو افغان فلمونو کې لوبېدلی دی.

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار سیمه ییزو چارواکو تایید کړه، چې د افغان فلمي لوبغاړي ظاهر ارماني مړی یې موندلی دی.

نوموړی له تېرو دوو ورځو راهیسې تری تم شوی و.

د ننګرهار د سینمايي لوبغاړو اتحادیې د ښاغلي ارماني په وژنه کې د حکومت جدي پلټنه غوښتنه او وايي باید قاتلان یې وموندل شي.

د ننګرهار ولایتي ویاند احمد ضیا عبدالزي بي بي سي ته ومنله، چې د ښاغلي ارماني مړی د سې شنبې په ورځ (دسمبر ۱۸/ لیندۍ ۲۸) په بهسودو ولسوالۍ کې وموندل شو.

نوموړی وايي، ظاهراً ښکاري چې تېره شپه وژل شوی دی.

د والي ویاند دا هم وویل، ښکاري چې وړمه ورځ د دغه فلمي لوبغاړي کور ته یو کس ورغلی او ترې غوښتي یې دي، چې له کوره بهر ورسره ووځي، چې تر هغه وروسته ښاغلی ارماني تری تم شو.

عبدالزي وویل، چې د ښاغلي ارماني په بدن له پرهرونو ښکاري، چې د چړې په مټ وهل شوی او وژل شوی دی.

د والي ویاند بي بي سي ته دا هم وویل، چې امنیتي چارواکي د هغه د وژنې د لاملونو او عاملانو د موندلو لټون کوي.

د ننګرهار د سینمايي لوبغاړو د اتحادیې مشر نجیب صادق بي بي سي ته وویل، ظاهر ارماني یو فلمي ستوری او فلم اخیستونکی و.

نوموړی وايي، چې ارماني ټيک اووه کاله مخکې د سینما نړۍ ته راغی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .