افغان صنعت کارانو حکومت ته کاربندیز ګواښ وکړ

د خپريدو وخت: 12:09 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391

افغان حکومت ته د صنعت کارانو دغه خبردرای له هغه وروسته کیږي، چې د دوشنبې په ورځ د پلچرخي په سیمه کې یوه ځانمرګي برید یوه صنعتي پارک ته مالي او ځاني زیانونه واړول.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې افغان حکومت ته خبرداری ورکړ، که له صنعتي پارکونو پوځي مرکزونه ونه ایستل شي، نو سوداګر به خپل ټول فعالیتونه په افغانستان کې وتړي.

د صنعت کارانو اندېښنې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې پرورځ د پلچرخي په سیمه کې یوه صنعتي پارک ته نږدې یوه ځانمرګی برید مالي او ځاني زیانونه واړول.

د افغانستان د صنعت کارانو د ټولنې مشر عبدالجبارصافی وايي، څو ځلې يي له حکومته غوښتي، چې له صنعتي سیمې دې پوځي مرکزونه وباسي.

خو د ده په وینا بیا هم د دغې غوښتنې پروړاندې بې غوري د دې لامل شوې، چې به وار وار سوداګرو ته زیان واوړوي.

ښاغلی صافی دا ځل افغان حکومت ته خبرداری ورکوي، چې له صنعتي سیمې دې، پوځي مرکزونه وباسي که نه نو د ده په وینا ټول صنعت کاران به خپل فعالیتونه په افغانستان کې وتړي:

''موږ له ولسمشر، له امنیتي چارواکو له ټولو ادارو غواړو، چې د صنعت کارانو د امنیت لپاره جدي پاملرنه وکړي او خلکو ته دې د کار زمینه برابره کړي. بیا هم اعلان کوم، که يي ستونزه حل نه کړه، د افغانستان په سراسري ټولنه کې اعلان کوو، چې ټول دې خپلې فابریکې بندې کړي. موږ به د هماغه زیانمن شوي پانګوال له حقونو دفاع کوو.''

خو د صنعت کارانو د ټولنې د دغه خبرداري په ځواب کې د ايسا ادارې مشر وفي الله افتخار، چې ډیر ژر به له اړوندو چارواکو سره له سلا مشورو وروسته په صنعتي سیمه کې د پوځي مرکزونو د ایستلو لپاره وخت وټاکي.

"افغان سوداګر اندېښنه څرګندوي، که حکومت يي په سمه توګه ملاتړ ونه کړي، نو دغه شوې پانګونه به هم بېرته له افغانستانه ویستل شي."

پخوا هم په افغانستان کې د بنسټیزو پانګونو د ملاتړ غوښتنه شوې، خو لا هم د سوداګرو لخوا نیوکې کیږي، چې حکومتي چارواکي د سوداګرو ملاتړ نه کوي، چې یوه بېلګه يي هم د کابل څرخي پله ‎ صنعتي پارکونو ته په ځانګړې شوې سیمه کې د پوځي مرکزونو د شته والي ستونزه ده.

په دغه سوداګریزه سیمه کې د بهرنیانو لپاره د اوسېدو ځایونه، د تېلو زېرمې او پوځي ډېپوګانې جوړې شوي، چې همدغو د سوداګرو اندېښنې راټوکولې دي.

افغان سوداګر اندېښنه څرګندوي، که حکومت يي په سمه توګه ملاتړ ونه کړي، نو دغه شوې پانګونه به هم بېرته له افغانستانه ویستل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .