پر بهرنیو سرتېرو د افغان هغو د بریدونو ګواښ لږ شوی

د خپريدو وخت: 12:02 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، هره میاشت نژدې د اتو زرو په شاخوا کې نوي ځوانان ملي ادرو ته د جلب او جذب لپاره د جذب او جلب مرکزونو ته مراجعه کوي.

افغانستان کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لپاره د ناټو د روزونکي ماموریت مسوولین وايي، له هغه ورسته چې د افغان ملي اردو لیکو ته د جلب او جذب په بهیر کې نوي اقدامات رامنځ ته شوي، پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو له خوا د بریدونو خطر لږ شوی دی.

افغانستان کې د ناټو د روزونکي ماموریت ویاندې کرینا هولډر بي بي سي ته وویل، په دغو نویو اقداماتو کې د نويو جذبیدونکو سرتېرو په اړه کره استخباراتي مالومات راغونډول او د جلب او جذب په پروسه کې دقت کول د دې لامل شوي، چې پر بهرنیو سرتیرو د بریدونو خطر لږ شي.

"د افغانستان لپاره د ناټو روزونکی ماموریت باور لري، هغه اقدامات چې د افغان ملي ځواکونو او افغان حکومت له خوا د داخلي بریدونو د خطر کمېدو لپاره اخیستل شوي، ګټور دي.

په دغو اقداماتو کې د استخباراتي مالوماتو زیاتول او د نویو جذبېدونکو سرتېرو په اړه کره مالومات راغونډول شامل دي. موږ په دې باور یو چې دغه اقدامات هم د نړیوالو ځواکونو او هم زموږ د افغان ملګرو دخوندیتوب لپاره مهم دي"

اغلې کرینا وايي، نړیوالو ځواکونو هم د ځانونو د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدبیرونه نیولي دي او د افغانستان د دودونو او کلتور په اړه یې هم کافی مالومات ترلاسه کړي دي.

د ناټو چارواکي وايي، پر بهرنیو ځواکونو له بریدونو یې ډېر څه زده کړي، خو وايي دغه بریدونه د دوی پر ګډو عملیاتو اغېز نه شي کولای.

پنځه استخباراتي پړاوونه

"د افغانستان لپاره د ناټو روزونکی ماموریت باور لري، هغه اقدامات چې د افغان ملي ځواکونو او افغان حکومت له خوا د داخلي بریدونو د خطر کمېدو لپاره اخیستل شوي، ګټور دي."

کرینا هولډر

د بي بي سي یو ځانګړی رپوټ ښیي، چې د افغانستان د ملي اردو لیکو ته د جلب او جذب په پروسه کې نوی جذبیدونکی سرتېری باید اوس لږ تر لږه له پنځو استخباراتي پړاونو تېر شي.

افغان چارواکي وايي، دغه پړاونه یې وروسته له هغه د جلب او جذب په پروسه کې شامل کړل، چې د ملي اردو لیکو ته د مخالفو وسله والو د ننوتو اندېښنې ډېرې شوې او پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو له خوا بریدونه زیات شول.

په روان کال کې نژدې ۵۰ بهرني سرتېري په هغو بریدونو کې وژل شوي، چې د افغان ځواکونو په جامو کې پر بهرنیو سرتېرو شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي د نویو جذبېدونکو سرتېرو داسې سل ګونه غوښتنلیکونه یې رد کړي، چې دوی پرې له وسله والو سره داړیکو درلودو شک کاوه او یا یې په اسنادو کې ستونزې وې.

د افغانستان ملي اردو ته د جلب او جذب د بهیر عمومي مرستیال جنرال محمد ابراهیم احمدزی وايي، د ملي پوځ د سرتېرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو اصلي لاملونه د کلتوري او مذهبي مسایلو نه مراعتول دي.

د دغه لوړ پوړي افغان جنرال په وینا، داخلي بریدونه تر ډېره حده د شخصي سلیقو له امله رامنځ ته کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي د نویو جذبیدونکو سرتیرو داسې سل ګونه غوښتنلیکونه یې لغو کړي، چې دوی پرې له وسله والو سره داړیکو درلودو شک کاوه او یا یې په اسنادو کې ستونزې وې.

ښاغلي احمدزي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، داسې اسناد په واک کې نه لري، چې د ملي اردو یو سرتېری له لومړي سر نه له طالبانو سره اړیکې لرلې وي او بیا یې پر بهرنیو ځواکونه بریدونه کړي وي.

د ښاغلي احمدزي په وینا، د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو سرتېرو د بریدونو په اړه د شته اندېښنو لرې کولو لپاره یې ځانګړي تدبیرونه نیولي دي.

که څه هم دغه جنرال د ملي اردو لیکو ته د وسله والو نفوذ په کلکه ردوي، خو وايي نویو اقداماتو تر ډېره هغه اندېښنې هم له منځه وړې، چې ګواکې طالبانو د ملي اردو له لیکو نه په ګټه اخیستنې پر بهرنیو ځواکونه بریدونه کول.

اوسمهال د افغانستان دملي اردو د سرتېرو شمېر نژدې ۲۰۰ زور کسانو ته رسیږي.

د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، هره میاشت نژدې د اتو زرو په شاخوا کې نوي ځوانان په ملي ادرو کې د شاملیدو لپاره د جذب او جلب مرکزونو ته مراجعه کوي.

خو د یاد وزارت چارواکي وايي، په هره میاشت کې نژدې څلور زرو نویو سرتېرو ته اړتیا لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .