تخار کې د یو شمېر بهرنیو ډاکټرانو فعالیت ځنډول شوی

د خپريدو وخت: 12:49 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

د افغانستان د شمال ختيځ ولایت تخار ارام امنیتي وضعیت او لوړې گټې وټې يو شمېر بهرني ډاکټران او په ځانګړې توګه پاکستاني او تاجکستاني ډاکټران هڅولي چې په دې سیمه کې روغتيايي چارې ترسره کړي.

د افغانستان د شمال ختيځ ولایت تخار ارام امنیتي وضعیت او لوړې گټې وټې يو شمېر بهرني ډاکټران او په ځانګړې توګه پاکستاني او تاجکستاني ډاکټران هڅولي چې په دې سیمه کې روغتيايي چارې ترسره کړي.

خو اوس د دغه ولایت روغتيايي چارواکي ادعا کوي چې د ځینو دغو ډاکټرانو فعالیت ناقانونه دی.

"کوم کسان چې دلته راځي خپل هېواد کې کار نه شي موندلای، د وزګارۍ له امله دلته راځي، یو شمېر کسان چې موږ نیولي دي ډاکټران هم نه دي او ځان یې ډاکټر معرفي کړی و، چې موږ یې د کارکولو مخه ونیوله."

حفیظ الله ساپی

په همدې لړ کې د تخار د عامي روغتیا رییس حفیظ الله ساپی وايي، د ۱۲ پاکستاني ډاکټرانو فعالیت یې له دې کبله ځڼډولی چې د کار جواز او نور قانوني سندونه نه لري.

"کوم کسان چې دلته راځي خپل هېواد کې کار نه شي موندلای، د وزګارۍ له امله دلته راځي، یو شمېر کسان چې موږ نیولي دي ډاکټران هم نه دي او ځان یې ډاکټر معرفي کړی و، چې موږ یې د کارکولو مخه ونیوله، خو یو شمېر نورو سره موږ بحث وکړ، هغوی ډاکټران معلومېدل، ځکه مو ورته ۱۰ ورځې وخت ورکړ چې خپل اسناد برابر کړي. د ملي امنیت مسوولینو هم دا مسوولیت اخیستی چې په ۱۱ مه ورځ به هغوی ونیسي او هغوی خپله هم ژمنه کړې چې که اسناد یې برابر نه کړل هره جزا ورته منظوره ده."

تر دې مخکې هم تخار کې د یو شمېر پاکستاني ډاکټرانو فعالیت له دې کبله ځنډول شوى و، چې په غیرقانوني فعاليتونو کې ښکېل وو. څه موده وړاندې د تخار د ملي امنیت ریاست یوه پاکستانۍ ډاکټره چې په رستاق ولسوالۍ کې یې فعالیت کاوه په ښوونځیو کې د نجونو د مسمومولو په تور نیولې وه. په دې ولايت کې د بي بي سي خبريال مبین غفوري هم د يو پاکستاني ډاکتر د روغتيايي کتنځاى د تړلو پخلى کوي.

خوپه تخار کې په کار د بوختو تاجکستاني ډاکترانو په اړه بيا څه نه دي ویل شوي. د ښاغلي ساپي په وینا هغوى قانوني سندونه لري او څوک یې د کار مخه نه نیسي.

په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان په گڼو ښارونو کې د بهرنیو او په ځانګړې توګه د پاکستاني ډاکټرانو فعالیت ډېر شوی چې اکثر يې په خصوصي روغتونونو او کلینيکونو کې کار کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .