"یو شمېر شخصي ښوونځي د رخصتیو پرمهال هم فیس اخلي"

د خپريدو وخت: 04:39 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

اوسمهال په افغانستان کې د ۶۶۹ خصوصي ښوونځيو دروازې د زده کونکو پر مخ پرانيستې، چې د چارواکو په وينا نيمايي يې په پلازمېنه کابل کې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي د شخصي ښوونځيو د کار کړنلارې دا خبره څرگنده کړې، چې هر کال به له زده کونکو د داخلې په نوم پېسې نه اخلي او نه به د دغو دريو مياشتو رخصتيو د فيس غوښتنه کوي.

اړوند چارواکي وايي چې سره له دې هم يو شمېر خصوصي ښوونځي د کلنيو رخصتيو پر مهال يا هم د ښوونيز کال د پيل پر وخت له زده کونکو په بيلو نومونو پېسې اخلي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان بي بي سي ته وويل چې دغه راز پېسې اخیستل ناقانونه او د خصوصي ښوونځيو د کړنلارې خلاف دي.

"سر غړونکي ښوونځي زده کوونکو ته وايي، که د پوهنې وزارت څارونکې ډله راغله ورته وواياست چې موږ د کورس زده کونکي يو، خو خبره داسې نه ده."

امان الله ایمان

ښاغلي ايمان وويل چې دغه یو شمېر ښوونځي د کلنيو رخصتيو پر مهال هم زده کونکي ښوونځيو ته وربولي، خو وايي د قانون له مخه بايد حکومتي او شخصي ښوونځي پر يوه مهال رخصت شي او يو ځاى کار پیل کړي.

ښاغلى ايمان وايي سر غړونکي ښوونځي زده کوونکو ته وايي، که د پوهنې وزارت څارونکې ډله راغله ورته وواياست چې موږ د کورس زده کونکي يو، خو وايي خبره داسې نه ده.

ښاغلي ايمان وويل که کورنۍ ورته سر غړونکي ښوونځي په گوته کړي، دوى به ورسره قانوني چلند وکړي نوموړي وويل چې د ورته سرغړونو له کبله يې تېر کال ۱۰ او سږ کال پنځه خصوصي ښوونځي تړلي او يو شمېر نور يې جريمه کړي دي.

اوسمهال په افغانستان کې د ۶۶۹ خصوصي ښوونځيو دروازې د زده کونکو پر مخ پرانيستې، چې د چارواکو په وينا نيمايي يې په پلازمېنه کابل کې دي.

د ورکړل شويو شمېرو له مخه په دغو ښوونځيو کې ۳۰۰ زره زده کونکي په زده کړو بوخت دي.

د پوهنې وزارت وايي که يو شمېر شخصي ښوونځي سرغړونکي دي، نو په وينا يې ډېر شمېر يې بيا ښه دي او ښوونيزې چارې يې د دوى له خوا ستايل شوې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .