د پاریس غونډې ګډونوالو د سولې په اړه خواله کړې

د خپريدو وخت: 06:55 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

د پاریس کې د سولې غونډه، اغېز او هیلې

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د افغانستان د سولې شورا او وسله والو طالبانو د استازو په ګډون د بېلابېلو لوریو تر منځ د خبرو اترو غونډه کېږي. پوښتنه دا ده چې په دې غونډه کې نوې خبرې کومې دي او دا ډول غونډې د سولې په پروسه کې څومره کټورې دي؟

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغان حکومت، وسله والو طالبانو، شمالي ټلوالي او نورو افغان سیاسي ګوندونو د استازو تر منځ په پاریس کې د سولې په اړه د نظریو د راکړې ورکړې لپاره د جوړې شوې غونډې نن( جمعه د دسمبر ۲۱) وروستۍ ورځ ده.

که څه هم د غونډې برخه والو ته ویل شوي، چې د غونډې تر پایه له رسنیو سره له خبرو ډډه وکړي، خو غونډې ته د نژدې سرچینو له قوله بي بي سي موندلې، چې په پرونۍ غونډه کې ویناووې نه دې شوې او استازو یوازې د تړلو دروازو تر شا له یو بل سره د سولې په اړه د زړه خواله کړې.

په دغه ناسته کې له ټولو ښکېلو لوریو څخه نژدې ۲۰ کسانو برخه اخیستې.

د شنونکو په وینا دا مهال، چې د افغانستان په باب د پاکستان تګلارو او پالیسیو بدلون موندلی، ښايي د ښکېلو لوریو تر منځ به کنګلونه ویلي او د شته حساسیتونو کچه به ورسره ټيټه شي.

د دې غونډې په اړه له مخکې نه بېلا بېلو ګډون کوونکو ویلي، چې نه د سولې د خبرو اترو اړوند ده او نه په کې سیاسي مذاکرات کېږي.

د افغان دولت له اړخه ویل کېږي چې د ولسمشر کرزي یو سلاکار حاجي دین محمد او د سولې د شورا د دارلانشا مشر محمد معصوم ستانکزی او یو شمېر نورو کسانو په دې غونډه کې ګډون کړی.

غونډه کې شهاب الدین دلاور او نعیم وردګ د طالبانو استازیتوب کوي.

شهاب الدین دلاور په قطر کې د طالبانو د دفتر غړی دی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یي په سعودي عربستان او پاکستان کې د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له لوري غیرت بهیر په دې غونډه کې ګډون کوي.

احمد ضیا مسعود او فیض الله ذکي د ملي جبهې په استازیتوب، یونس قانوني د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف په استازیتوب، د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د حق او عدالت ګوند په استازیتوب، زهرا نادري او نیلوفر ابراهیمي د ولسي جرګې د ښځینه غړو په استازیتوب د پاریس په دې غونډه کې ګډون لري.

دا خبرې د فرانسې يوه څېړنيز مرکز سمبال کړي او اصلي هدف يې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي ارزونه ده.

که څه هم له دې خبرو د کومې پايلې تمه نه کېږي، خو دا چې طالبان له خپلو مخالفينو سره ناستې ته چمتو شوي، د پرمختگ يوه نښه ګڼل کېږي.

"موږ فکر کوو اوس طالبان پوه شوي، که په راتلونکو یوه یا دوو کلونو کې په سیاسي بهیر کې شامل نه شي، نو د افغانستان راتلونکی به له هغوی پرته وي، ځکه نو د پاریس په څنډو کې دغه غونډه یو مخ پر وړاندې او مثبت ګام ګڼو."

سر ريچارډ ستيج

په کابل کې د برتانیا سفیر سر ريچارډ ستيج بي بي سي ته وویل دا غونډه مخ پر وړاندې یو مثبت ګام دی.

" موږ خبروو، چې دغه غونډه له پاریسه بهر تر سره کېږي، ګومان کوو، دا ښه ده، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لېدلو یو فرصت برابر شي او د سیاسي پر مختګ لپاره د نظر تبادله سره وکړي. ګومان کوو، چې هر ډول اورپکي د یوې سیاسي موافقې په وسیله پای ته رسېږي، نه د جګړې له لارې. موږ فکر کوو اوس طالبان پوه شوي، که په راتلونکو یوه یا دوو کلونو کې په سیاسي بهیر کې شامل نه شي، نو د افغانستان راتلونکی به له هغوی پرته وي، ځکه نو د پاریس په څنډو کې دغه غونډه یو مخ پر وړاندې او مثبت ګام ګڼو."

فرانسوي چارواکي وايي د غونډې ګډونوال به له ۲۰۱۴ وروسته، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، د حالت په اړه سره وغږیږي.

د فزانسې د څېړنیز مرکز مشر وايي د دې غونډې هدف دادی، چې د تړلو دروازو تر شا ګډونوالو ته له یوه بل سره د ازادو خبرو اترو زمینه برابره شي.

فرانسوي څېړنیز مرکز له دې مخکې هم دوه کنفرانسونه جوړ کړي، چې د بېلا بېلو افغان لوریو استازو په کې ګډون کړی، خو دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو استازي به د تړلو دروازو تر شا له خپلو مخالفینو سره لیده کاته وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .