کرزی: د بهرنیانو په وتو به د فساد سرچینه وچه شي

د خپريدو وخت: 08:56 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391
حامد کرزی

کرزي وویل، چې د بهرنیانو په وتلو سره به د اداري فساد اصلي سرچینه وچه شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان په تېرو لسو کلونو کې اداري فساد تر بل هر وخت ډېر شوی او د ده په وینا لويه ونډه په کې د بهرنیانو ده.

ښاغلی کرزي د تېر په څېر یو ځل بیا پر نړیوالو نیوکه وکړه، چې له یوې خوا د فساد پرضد د مبارزې خبرې کوي او له بل پلوه په خپلسر د قرار دادونو ورکولو له لارې فساد ته لاره هواروي.

ولسمشر کرزي، چې په کابل کې یې د اداري فساد پرضد د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې اداري فساد دوه مهم اړخونه لري:

''یو د افغانستان د حکومت کمزوي ده او دویم اړخ یې بهرنیان دي، چې له افغان حکومت سره تر سلا مشورو پرته په خپلسر لوی قراردادونه افغانانو ته ورکوي.''

د فساد سرچینه

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وویل، له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د اداري فساد لویه سرچینه به وچه شي.

ښاغلي کرزي په دغه غونډه کې چې د افغان چارواکو ترڅنګ بهرني دپلوماتان هم په کې حاضر وویل، د شفافیت د نړیوالې ادارې هغه راپور رد کړې، چې ګنې افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې د سر ځای لري، چې په اداري فساد کې ښکېل دي.

په همدې حال کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې مشر عزیزالله لودین غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د فساد پرضد مبارزه کې له ننګونو او ناکامیو سره سره ځینې لاسته راوړنې هم لري.

غزیر الله لودین وايي، په افغانستان کې د فساد پرضد د مبارزې سیستم اغېزمن نه دی او دارنګه ټینګار کوي، چې قانون باید پر ټول یو ډول پلی شي او دا هغه څه دي، چې ولسمشر کرزی یې هم مني.

عزیزالله لودین

ښاغلي لودین له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د فساد پرضد د مبارزې له ادارې سره نورې موازي ادارې وتړي.

ښاغلي لودین وویل، د مکافاتو او مجازاتو د سیستم نشتوالی، محکمې ته د تورنو کسانو د وړاندې کولو لپاره د سیاسي ارادي نه شتون او د دولتي مامورینو لپاره د کافي امتیازاتو نشتوالي د فساد پرضد مبارزه کې مهم خنډونه دي.

د لودین په وینا تر هغې، چې دغه ستونزې او ننګونې لرې شوي نه وي، په افغانستان کې به د فساد پرضد مبارزه بریالۍ نه شي.

ښاغلي لودین وویل، چې د نژدې ۱۶۰ داسې کسانو دوسیې یې څارنوالۍ او نورو اړوندو ادرو ته سپارلې، چې په اداري فساد کې ښکېل وو، خو وايي تر اوسه ددغو دوسیو په اړه هېڅ ادارې خپل مسؤولیت نه دی ترسره کړی.

ښاغلي لودین له ولسمشر کرزي نه وغوښتل، چې د فساد پرضد د مبارزې اداره دې په ټولو کارونو کې خپلواکه کړي او له دغې ادارې سره دې موازي ادارې وتړي.

ښاغلي لودین دا هم وویل ، چې په فساد کې د ښکیلو کسانو دوسیې دې علني وڅیړل شي او ټولې اړونده ادارې دې په فساد کې د ښکیلو کسانو دوسيو کې ځنډ نه راولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .