بلخ کې د ښځو سوداګریز شرکت په کار پیل وکړ

د خپريدو وخت: 18:48 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

د دغه سوداګریز شرکت یوه ونډواله زیب النسأ وايي دوی دغه توکي له کلیوالو بزګرو اخلي او له پروسس وروسته یې بېرته په آزاد بازار کې پلوري.

په بلخ ولایت کې په لومړي ځل د ښځو په ونډه یوه سوداګریز شرکت په کار پیل کړی چې کرنیز توکي پروسس کوي.

دغو مېرمنو د افغانستان په وچو میوو خپل کار پیل کړی دی.

ونډوالې مېرمنې وايي د امکاناتو له زیاتېدو سره به نورو سیمو ته هم خپل فعالیت پراخ کړي.

دا په افغانستان کې د ونډې لومړنی شرکت یادېږي چې د بلخ ۳۰ ښځو په کې تر دې مهال خپلې شتمنۍ یوځای کړي دي او د کرنیزو محصولاتو د پروسس عملي چاره یې پیل کړې ده.

د بلخ د ښځو د کرنیزو محصولاتو د پروسس د ونډې شرکت مشره قندي وايي له سوداګرۍ سره نورې مینه والې مېرمنې هم کولای چې په ۵۰ زره افغانیو یوه ونډه را خپله کړي.

د دغه سوداګریز شرکت یوه ونډواله زیب النسأ وايي دوی دغه توکي له کلیوالو بزګرو اخلي او له پروسس وروسته یې بېرته په آزاد بازار کې پلوري.

"سر بېره پر دې چې ښځه د کور کار کوي، ماشومان پالي، ډوډۍ پخوي، استادي کوي، کالي پریولي تجارت هم کولای شي."

نوموړی وايي د سوداګرۍ له کاروبار سره يې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی او په وینا يې ښځې د کور د کار ترڅنګ د تجارت ښه وړتیا هم لري.

"ښځینه کولای شي تجارت وکړي. سر بېره پر دې چې ښځه د کور کار کوي، ماشومان پالي، ډوډۍ پخوي، استادي کوي، کالي (جامۍ) پریولي تجارت هم کولای شي."

د مزارشریف یوه بله اوسېدونکې لیلا ساپۍ چې د دغه شرکت ونډه لرونکې ده، وايي تر دې مهال له کومې اندېښني پرته خپله سوداګري مخته وړي.

"موږ په ګډه تصمیم ونیوه چې شرکت جوړ کړو. زموږ په شرکت کې ۱۲ مېرمنې اصلي سهمداري دي او نورې فرعي. کله چې ونډوالې ډېري شي سوداګري هم پراخېږي. لومړی مو دا تمه نه لرله چې د مېرمنو شوق به دومره ورسره ډېره شي. هرکار په لومړي سر کې ستونزې لري خو اوس موږ هېڅ ډول ستونزه نه لرو."

دغه مېرمنې وايي د ښځو سوداګري په اسلامي نړۍ کې ځانکړی ځای لري.

په بلخ ولایت کې سوداګرۍ ته را مخ ته شوې مېرمنې په لومړي سر کې له دولته د ډاډمن امنیت غوښتنه لري.

دوی وايي که د دولت له لوري يې ملاتړ دوام ومومي، پانګه يې زیاته او ونډوالې يې ډېرې شي نو لرې به نه وي چې د دغه ولایت لسګونو وزګارو ښځو ته کار پیدا شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .