هرات کې د اوسپنې بله کارخانه هم جوړېږي

د خپريدو وخت: 22:16 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

د افغان فولاد د فابریکې چارواکي وایي په سلګونه افغان کارګران به و روزي او بیا به یې په کار وګماري.

په لوېديځ ولایت هرات کې د اوسپنې د ویلې کولو د دویمې فابریکې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

د افغان فولاد د فابریکې چارواکي وایي په سلګونه افغان کارګران به و روزي او بیا به یې په کار وګماري.

یو شمیر افغان چارواکو او پانګه والو وویل د دې فابریکې په جوړولو سره د اوسپنې د تولید په برخه کې ځان بسنې ته د رسېدو په لار کې یو بل مهم ګام اوچت شو.

افغان فولاد د اوسپنې د ویلې کولو دویمه فابریکه ده چې د هرات په صنعتي ښار ګوټي کې جوړېږي.

د افغان فولاد فابریکه چې لومړی پړاو یې په ۲۰۰۹ زېږدېز کال کې بشپړ شوی و، اوس غواړي د دې لویې څانګې په جوړولو سره د خامو توکو یا د اوسپنېزه خښتو د تولید کار پیل کړي.

دغه فابریکه په ۱۱ میلیونه ډالرو پانګه اچونې سره په ۳ میاشتو کې جوړېږي.

د افغان فولاد د فابریکې مشر عبدالله رسولي د نوموړې فابریکې د تولیداتو د کچې په اړه وویل:

"موږ د تولید دوې څانګې لرو. یوه د خامو توکو د تولید څانګه ده چې په ورځ کې د ۵۰۰ ټنه ظرفیت لري. بله د پاخه موادو د تولید څانګه ده لکه سیخ ګول، انګلارن چې د ورځې ۱۵۰ ټنه تولید ظرفیت لري. که چېرې غوښتنې زیاتې شي موږ به د تولید کچه پورته کړو".

په دې فابریکه کې ۱۵۰ هندي کارکونکي په کار ګمارل شوي او د ښاغلي رسولي په وینا دوی به په راتلونکو دریو کلونو کې شاوخوا ۶۰۰ افغان کارګران هم وروزي.

ځینو کارپوهانو بیا ويلي چې په دې ډګر کې ډېر نور اقتصادي ظرفیتونه هم شته چې تر اوسه ګټه اخیستنې ته نه دي برابر شوي.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي وویل:

"د اقتصادي ظرفیتونو څخه باید ګټه پورته شي او په افغانستان کې په لویه کچه د اوسپنې د ویلې کولو ملي کمپنۍ باید جوړه شي چې په کال کې څو میلیونه ټنه تولید ولري. دا ظرفیت شته. اټکل شوی چې اوس په هېواد کې دننه او بهر مېشت افغانان ۱۵۰ میلیارډه ډالر پیسې لري. افغانان هېڅ وخت دومره شتمن نه و. نو موږ دې ته ضرورت نه لرو چې خپل معادن د خامو توکو په توګه لیلام کړو. دلته باید تولید وشي."

تر دې وړاندې په هرات کې د کابل فولاد په نوم، د اوسپنې د ویلې کولو بله فابریکه هم جوړه شوې وه.

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي په دغه ولایت کې د اوسپنې طبیعي زېرمې شته او که د هغو د رابرسېره کولو زمینه برابره شي نو له یوې خوا به ګن شمېر کسانو ته کار پیدا شي او له بلې خوا به افغانستان له بهره د اوسپنې واردولو ته اړتیا و نه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .