افغان حکومت: د پاریس غونډې پایلې مثبتې بولو

د خپريدو وخت: 14:09 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاریس غونډې د طالب استاز د ګډون هرکلی وکړ او وايي د سولې د خبرې پروسه به همداسې روانه ساتي.

افغان حکومت وايي د پاریس د هغې غونډې پایلې مثبتې دي چې د افغانستان د ټولو ښلیکو غاړو استازو په کې برخه درلوده.

د پاریس په غونډه کې د طالبانو په ګډون د افغانستان د ټولو سیاسي ډلو استازو برخه لرله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي ټولو سیاسي اړخونو په غونډه کې په دې باور درلوده چې د افغانستان ستونزې یوازې له سیاسي لارې هواریدای شي، نه له پوځي لارې.

د بهرنیو چارو وزارت په پاریس غونډې د طالب استاز د ګډون هرکلی کړی او وايي د سولې د خبرې پروسه به همداسې روانه ساتي.

د پاریس غونډه چې د طالبانو په ګډون په افغانستان کې د ښکیلو ټولو اړخونو استازو په کې ګډون کړی و د جمعې په ورځ پای ته ورسیده.

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت د دغې غونډې پایلې مثبتې ارزولي او وايي ډول غونډو به په راتلونکې کې هم روانې ساتي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسي زي په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل افغان حکومت د پاریس غونډه د سولې په بهیر کې مثبت پرمختګ ګڼي.

هغو طالب استازو چې په دې غونډه کې یې برخه درلوده د غونډې ګډونوالو ته ویلي اوسنی نظام او د افغانستان اساسي قانون په رسمیت نه پيژني خو دا یې منلې وه چې په افغانستان کې اساسي قانون ته اړتیا ده.

په همدې حال کې ښاغلی موسی زی وايي افغان حکومت د پاریس په غونډه کې د طالب استازو د ګډون هرکلی کوي او تمه لري چې د طالبانو استازي به په دغه ډول نورو غونډو هم برخه واخلي.

د پاریس په غونډه کې له طالب استازو پرته دنورو ټولو ډلو استازو پریکړه کړې چې د دغه ډول غونډو په څلوړمه غونډه کې به پر هغو مسایلو خبرې کوي چې دوی پرې د نظر اختلاف لري.

د پاریس د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له دې مخکې هم دوه ځله ورته غونډې جوړې کړې وې خو دا لومړ ځل و چې په افغانستان کې د ټولو ښکیلو غاړو استازو په کې برخه درلوده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .