افغان حکومت: په ژمي کې مو د لارو د پرانستې ساتلو تدبیرونه نیولي

د خپريدو وخت: 13:35 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

افغان چارواکي وايي له تېرو شپږو میاشتو راهیسي په تیاریو بوخت دي چې سږکال په ژمي کې د تېرو کلونو په څیر پیښې رامنځ ته نه شي.

افغان حکومت وايي د ژمي په موسم کې د لویو لارو د پرانیستې ساتلو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره یې اړین تدبیرونه نیولي دي.

چارواکي وايي له شپږو میاشتو راهیسې په تیاریو بوخت دي چې د تېرو کلونو په شان پېښو د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.

دوی وايي په ټول افغانستان کې یې درې سوه داسې سیمې په نښه کړي چې د پېښو د رامنځ کېدو امکان په کې ډېر دی او هلته یې خوراکي توکي او درمل ځای پر ځای کړي دي.

افغان چارواکي داسې مهال د روان ژمي په اوږدو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې او د لویو لارو د پرانیستي ساتلو لپاره تیاري ښيي چې په تېرو څو کلونو کې دغه راز پېښو د ګڼو انسانانو ژوند ترې اخیستی او مالي زیانونه یې وراړولي دي.

په ترو کلونو کې د سختو او وژونکو پېښو له پېښدو وروسته پر اړوندو چارواکو او ادارو نیوکې کېدې او د لږ کار او بې کفایتۍ تورونه پرې لګېدل.

خو سږکال افغان چارواکي په داسې حال کې د تیاریو خبره کوي چې وار دمخه یو شمېر سیمې واورو پوښلي دي.

خو له دې سره سره د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي په ژمي کې یې د هېواد د ټولو لویو لارو د خلاص ساتلو لپاره اړین تدبیرونه نیولي دي.

د نوموړي وزارت مرستیال احمد شاه وحید بي بي سي ته وویل په دې لړ کې له سیمه ییزو شوراګانو او قراردادیانو سره تړونونه شوي دي.

ښاغلي وحید زیاته کړه چې له نیول شویو تدبیرونو سره سره ښايي د ناڅاپي پېښو لکه توپانونو او برف کوچ د راتلو پر مهال له ستونزو سره مخامخ شي.

په همدې حال کې جاپان د فواید عامې له وزرات سره د درنو واورو پاکولو اتو وسیلو مرسته کړې ده.

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي د لویو لارو د ویجاړېدو د مخنيوي لپاره یې د درانه بار وړونکو لاریو او ناټو کاروانونو ته تدبیرونه نیولي چې له مخې یې باید خپل موټرونه له ټاکلې اندازې زیات بار نه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .