افغان ساتنمنې 'امریکایی قراردادي په ډزو وژلی'

د خپريدو وخت: 07:03 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

برید کوونکې یوه ساتنمنه ده.

افغان پولیس وايي، پلازمېنه کابل کې یوې افغانې ښځینه پولیسې یو امریکایی په ډزو وژلی دی.

پولیس وايي، چې برید کوونکې د پولیسو له خوا نیول شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د پلټونکې څانګې مشر جنرال محمد ظاهر ځینو رسنیو ته ویلي، چې دا "پر شنو د زرغونو یا بلو ان ګرین" برید بللی دی.

نوموړي دا پېښه بي بي سي ته داسې تایید کړه: ''یوې افغانې ساتنمنې پر یوه امریکايي سلاکار ډزې کړې او هغه یې وژلی دی. برید کوونکې ژوندۍ ده.''

ښاغلي ظاهر وویل، چې دا مهال د پېښې پر پلټنې بوخت دی.

ویل کېږي، دغه امریکایی خوړنځي ته پر لار و، چې افغانې ساتنمنې پرې د تومانچې ډز وکړ.

خو په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي، چې وژل شوی یو امریکایی ملکي قراردادي دی.

د روان ۲۰۱۲ کال له پیله پر بهرنیو پوځيانو د افغان سرتېرو بریدونه ډېر شوي، چې د افغان امنیتي چارواکو اندېښنې یې ډېرې کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې یوه افغان پولیسه پر یوه بهرني پوځي سلاکار ډزې کوي.

خو تر دې مخکې څو ځلې افغان سرتېرو پر بهرنیو هغو یا د لفظي شخړې او یا هم د نورو لاملونو له کبله د ټوپک خوله راړولې او ګڼ بهرني پوځيان یې وژلي دي.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۵ د افغانستان کورنیو چارو وزارت کې یوه کس پر بهرنیو ځواکونو د ټوپک خوله راواړوله او دوه جګپوړي امریکايي پوځي سلاکاران یې ووژل.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- ۲۰۱۲

  • ۲۰۱۲، دسمبر ۲۴

    یوې افغانې ساتنمې د کابل امنیه قومندانۍ کې یو امریکایی پوځي سلاکار په ډزو وژلی دی. برید کوونکې نیول شوې ده.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۵

    د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس څلور ایساف سرتېري په ډزو ووژل او برید کوونکی هم په ځوابي ډزو ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۶

    د افغانستان سوېلي ولایت زابل په میزانې ولسوالۍ کې یوه ملي پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، او څلور یې ور وژلي دي.
  • ۲۰۱۲، اګست ۳۰

    درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.
  • ۲۰۱۲، اګست ۲۷

    افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۷

    یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۰

    یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.
  • ۲۰۱۲، جولای ۲

    یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، مې ۱۱

    یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.
  • ۲۰۱۲، اپریل ۲۵

    یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۳۰

    افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۲۷

    افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۴

    دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۰

    یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۱

    د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.
  • ۲۰۱۲، جنوري ۲۰

    یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

برید کوونکی په تېښته بریالی شو و.

د افغانستان د دفاع وزارت له امریکا د یادې پېښې بښنه غوښتې وه.

د تېر اکتوبر پر ۲۵ د افغانستان اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یوۀ کس چې د افغان پولیسو جامې یې پر تن وې، دوه امریکایي سرتېري په ډزو ووژل.

او په تېر سپتمبر کې پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو او یا هم د افغان پولیسو په جامه کې د بریدونو له کبله امریکا د افغان سیمه ییزو پولیسو د روزنې لړۍ وځنډوله.

د روان کال د تېر سپتمبر پر ۱۶ د افغانستان سوېلي ولایت زابل په میزانې ولسوالۍ کې یوه ملي پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې وکړې، او څلور پوځيان یې ووژل.

او تر هغه یوه ورځ مخکې د سپتمبر پر ۱۵ بیا په سوېلي هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس څلور ایساف سرتېري په ډزو ووژل او برید کوونکی هم په ځوابي ډزو ووژل شو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .