''د سولې په تړاو بهر کې غونډې نه منو''

د خپريدو وخت: 06:30 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

مخکې د بهرنیو چارو وزارت په پاریس غونډې د طالب استاز د ګډون هرکلی کړی و او ویلي یې وو چې د سولې د خبرې پروسه به همداسې روانه ساتي.

د افغانستان دولت د سولې په تړاو په بهر کې د حکومت له موافقې او همغږۍ پرته د سولې په تړاو د مشورتي غونډو جوړېدل ناسم کار بولي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې څو ځلې یې په ټینګار وسلي، چې د سولې په تړاو هر راز بین الافغاني مشورتي غونډې باید د حکومت په موافقې سره جوړې شي.

له دغه وزارته خپره شوې ویناپاڼه کاږي، د افغانستان د روانې لانجې د پای ته رسولو او د سولې مشورتي غونډې باید د افغانستان د ننه جوړې شي.

که څه هم په دې لنډه ویناپاڼه کې کومې مخکنۍ غونډې ته څرګنده اشاره نه ده شوې، خو څو ورځې وړاندې په پاریس کې د افغانستان د ټولو ښکېلو غاړو په استازیتوب غونډه وشوه.

افغان حکومت تر غونډې وروسته وویل، چې د پاریس د هغې غونډې پایلې مثبتې دي چې د افغانستان د ټولو ښکېلو غاړو استازو په کې برخه درلوده.

د پاریس په غونډه کې د طالبانو په ګډون د افغانستان د ټولو سیاسي ډلو استازو برخه لرله.

سیاسي لاره نه پوځي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو وړاندې ویلي وو، ټولو سیاسي اړخونو په غونډه کې په دې باور درلود چې د افغانستان ستونزې یوازې له سیاسي لارې هوارېدای شي، نه له پوځي لارې.

مخکې د بهرنیو چارو وزارت په پاریس غونډې د طالب استاز د ګډون هرکلی کړی و او ویلي یې وو چې د سولې د خبرې پروسه به همداسې روانه ساتي.

د پاریس غونډه چې د طالبانو په ګډون په افغانستان کې د ټولو ښکېلو اړخونو استازو په کې ګډون کړی و د تېرې جمعې په ورځ (دسمبر ۲۱) پای ته ورسېده.

طالب

وړاندې طالبانو ویلي وو چې د پاریس غونډه یوازې لیده کاته دي، نه جوړ جاړی.

خو هغو طالب استازو چې په دې غونډه کې یې برخه درلوده د غونډې ګډونوالو ته ویلي اوسنی نظام او د افغانستان اساسي قانون په رسمیت نه پيژني خو دا یې منلې وه چې په افغانستان کې اساسي قانون ته اړتیا ده.

په همدې حال کې ښاغلی موسی زی وايي افغان حکومت د پاریس په غونډه کې د طالب استازو د ګډون هرکلی کوي او تمه لري چې د طالبانو استازي به په دغه ډول نورو غونډو هم برخه واخلي.

د پاریس په غونډه کې له طالب استازو پرته دنورو ټولو ډلو استازو پرېکړه کړې چې د دغه ډول غونډو په څلورمه غونډه کې به پر هغو مسایلو خبرې کوي چې دوی پرې د نظر اختلاف لري.

د پاریس د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له دې مخکې هم دوه ځله ورته غونډې جوړې کړې وې خو دا لومړ ځل و چې په افغانستان کې د ټولو ښکېلو غاړو استازو په کې برخه درلوده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .