افغانستان د ترکمنستان د غونډې 'مخالفت وکړ'

د خپريدو وخت: 13:02 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391
ایمل فیضي

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي په ترکمنستان کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د راتلونکې په اړه د جوړیدونکې غوڼډې سره مخالفت وښوده.

د افغانستان حکومت په ترکمنستان کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د راتلونکې په اړه د جوړېدونکې غونډې سره مخالفت ښودلی دی.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، افغانستان اوس د لس کاله پخوا په څېر هېواد نه دی، یو خپلواکه هېواد دی او د بین الافغاني خبرو اترو کوربه توب کولی شي.

دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هم نن په مشرانو جرګه کې پرته له دې چې په ترکمنستان کې جوړېدونکي غونډې ته اشاره وکړي وویل، هیواد یې د ټولو ستونزو سره سره خپلواکي لري، اساسي قانون لري، او په هېواد کې یې د ننه د اعتماد فضا رامنځ ته شوې؛ ځکه نو په بهر کې د بین الافغاني خبرو اړتیا نه ویني:

''نن د ټولو هغو ستونزو په پام کې نیولو سره، چې موږ یې لرو، بیا هم د تفاهم یوه فضا په هېواد کې شته او اړتیا نه شته، چې د افغانانو خپل منځي غونډه له هېواد بهر جوړه شي.''

له دې وروسته زموږ پریکړه دا ده، چې د افغانانو خپل منځي غونډې په خپله خاوره افغانستان کې جوړې کړو. دویم یواځې د سولې په پروسه کې، که چیرې موږ په اوسنیو حالاتو کې له طالبانو سره په افغانستان مذاکرات نه شو کولای، نو باید دریمه ځای دخبرو لپاره وټاکل شي. دغه ځای باید د افغان حکومت په تایید، خوښه او پیروۍ سره وټاکل شي، چې هغه ځای قطر دی.

ښاغلي رسول دغه راز وویل افغان حکومت قطر سره پر یوه داسې هوکړه لیک کار کوي چې د افغانستان ټولې غوښتنې په کې راوړل شوي دي.

افغان چارواکي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په ابتکار په ترکمنستان کې د افغانستان د راتلونکې په اړه د جوړېدونکې مشورتي غونډې په درشل کې کوي.

دا غوڼډه (افغانستان د پیړې په بدلېدو کې - ۱۴۰۰) نومول شوې او د اجنډا په اړه یې یونما د مدني ټولنو، سیاسي ډلو ټپلو او د دولت مخالفو وسله والو سره خبرې پیل کړي دي.

زلمی رسول

زلمی رسول وايي، له قطر سره پر داسې یوه پرېکړه کار کوي، چې د افغانستان ټولې غوښتنې په کې خوندي شي.

د مدني ټولنې غړې ملالۍ شینوارې چې په دې خبرو کې یې ګډون کړی بي بي سي ته وویل، د غونډې اجنډا به له ټولو ګډون کوونکو اړخونو سره تر خبرو وروسته معلومه شي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د راتلونکې او په دغه هېواد کې د سولې په اړه په بېلابېلو هېوادونو کې غونډې شوې، خو اغلې شینوارې وايي، باید د دغو غونډو تمرکز په دغه هواد کې د اعتماد فضا پر رامنځ ته کولو وي او د ملګرو ملتونو له خوا پرې څارنه وشي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .