صدیقي: د امریکايي وژونکې ''ایرانۍ ده''

د خپريدو وخت: 11:40 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

ښاغلی صدیقي وايي له برید کوونکې ښځې څېړنې روانې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې يي، چې له دغې بریدګرې ښځې کومې پوښتنې کړي، او کوم لاسوندونه يي ترګوتو کړي، دا ښيي، چې هغه ایرانۍ ده.

د افغانستان د کورنیو چارو زوارت ویاند صدیق صدیقي وايي، دغه ښځه چې نرګس نومېده، څو کاله مخکې يي له یوه افغان سره په ایران کې واده کړی و، چې افغانستان ته تر راتلو وروسته يې په ناقانونه ډول د تابیعت تذکره اخیستې وه.

ښاغلی صدیقي وايي دغې ښځې د کورنیو چارو وزارت او امنیې قوماندانۍ په ګډون په یوشمېر برخو کې دنده هم ترسره کړې وه:

''هغه اسناد چې د پولیسو لاس ته ورغلي، ښيي چې دا ښځه ایرانۍ ده، تاسو یې د پاسپورت کاپي هم وینئ چې ایرانی دی. هغه د خپل مېړه چې افغان دی د تذکرې په ضمانت چې هغه هم په ناقانونه توګه اخیستل شوې د پولیسو لیکو ته شامله شوې ده.''

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي پلټنو مشر جنرال محمدظاهر چې له دغې ښځې د پلټنو مشري ور په غاړه ده، وايي، دغې ښځې نیت درلود، چې د کابل د امنیې قومندان محمد ایوب سالنګي، او یا هم د کابل د والي عبدالجبار تقوا دفتر ته ورشي، خو د سختو امنیتي تدبیرونو له کبله په دې کار ونه توانېده او د امنیې قوماندانۍ په انګړ کې یي پر امریکا يي سلاکار ډزې وکړې:

''په پوښتنو ګرویږنو کې يي وویل، چې هلته له ننوتلو وروسته تشناب ته لاړم او هلته مې خپله وسله تر ټکري لاندې پټه کړه. غوښتل مې چې لومړۍ پنځه پوړیزې ودانۍ ته لاړه شم، خو هلته مې ونه شوای کړی، بالاخره ومې لیدل، چې یو بهرني په کوپراتیف کې ناست دی، نو ما هم ورباندې ډزې وکړې.''

پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- ۲۰۱۲

  • ۲۰۱۲، دسمبر ۲۴

    یوې افغانې ساتنمې د کابل امنیه قومندانۍ کې یو امریکایی پوځي سلاکار په ډزو وژلی دی. برید کوونکې نیول شوې ده.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۵

    د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس څلور ایساف سرتېري په ډزو ووژل او برید کوونکی هم په ځوابي ډزو ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۶

    د افغانستان سوېلي ولایت زابل په میزانې ولسوالۍ کې یوه ملي پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، او څلور یې ور وژلي دي.
  • ۲۰۱۲، اګست ۳۰

    درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.
  • ۲۰۱۲، اګست ۲۷

    افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۷

    یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۰

    یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.
  • ۲۰۱۲، جولای ۲

    یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، مې ۱۱

    یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.
  • ۲۰۱۲، اپریل ۲۵

    یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۳۰

    افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۲۷

    افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۴

    دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۰

    یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۱

    د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.
  • ۲۰۱۲، جنوري ۲۰

    یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې لومړۍ پلټنې ښيي، چې دغې ښځې د روانې ستونزو له کبله یاد شوی برید ترسره کړی دی، خو له ترهګرو او استخباراتي شبکو سره يي د هغې تړاو رد نه کړ.

چارواکي وايي، چې د دغې پېښې په تړاو د بریدګرې ښځې مېړه او دوه تنه هغه پولیس نیول شوي دي، چې په وینا يي امنیې قوماندانۍ ته يې د دغې ښځې د ننوتلو مخه نه ده نیولې او پخپله دنده کې يي غفلت کړی دی.

تر دې مخکې څو ځلې افغان سرتېرو پر بهرنیو هغو یا د لفظي شخړې او یا هم د نورو لاملونو له کبله د ټوپک خوله راړولې او ګڼ بهرني پوځيان یې وژلي دي.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۵ د افغانستان کورنیو چارو وزارت کې یوه کس پر بهرنیو ځواکونو د ټوپک خوله راواړوله او دوه جګپوړي امریکايي پوځي سلاکاران یې ووژل.

برید کوونکی په تېښته بریالی شو و.

د افغانستان د دفاع وزارت له امریکا د یادې پېښې بښنه غوښتې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .