د افغان جهاد تاریخ په ۱۵۰ ټوکه کې ولیکل شو

د خپريدو وخت: 13:09 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

د دې جګړې په پایله کې شاوخوا یو نیم ملیون کسان ووژل شول او میلیونونه نور کډې کولو ته اړشول، خو افغان ټولنه او سیمه لا هم د دې جګړې له اغېزه په امان کې نه ده.

د شوروي اتحاد د ځواکونو پوره ۳۳ کاله وړاندې پر افغانستان یرغل وکړ.

د رپوټونو له مخې د دې جګړې په پایله کې شاوخوا یو نیم میلیون کسان ووژل شول او میلیونونه نور کډې کولو ته اړشول، خو افغان ټولنه او سیمه لا هم د دې جګړې له اغېزه په امان کې نه ده.

اوسنی نسل غواړي پوه شي چې د دغې جګړې پرمهال څه وشول او څنګه وشول؟

د نوي نسل دا غوښتنه په اسانۍ نه شي ځواب کیدای، خو یوه پخواني جهادي قومندان شیرشاه یوسفزي شهاب دې کار ته اوږه ورکړې او هڅه کوي د دې ۱۴ کلنې ( ۱۳۵۷ تر ۱۳۷۱ هجری لمریز ) جګړې پیښې او بدلونونه د تاریخ په چوکاټ کې راونغاړي.

هغه د افغانستان د معاصر تاریخ د دې ترټولو مهم پړاو پیښې په ۱۵۰ ټوکه کتاب کې رانغښتې، چې نژدې سل ټوکه یې چاپ ته چمتو دي.

ښاغلی یوسفزی شهاب وايي د لومړي لاس معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره یې د افغانستان نژدې ټولو ولسوالیو ته سفرونه کړي دي.

د هغه په وینا د جهاد له وخته دا فکر ورسره و چې د ( جهاد تاریخ) باید ولیکل شي او له هماغه مهاله یې د دې هدف لپاره د معلوماتو او اسنادو په راټولولو پیل وکړ.

شیرشاه یوسفزي شهاب دا ټول اسناد په یوه دفتر کې راټول کړي دی. دا دفتر د ( جهاد کور ) په نوم یادیږي.

د دې دفتر د دوه پوړیزې ودانۍ په خونو او دهلیزونو کې د هغو کسانو انځورونه ځړول شوي چې له روسانو سره په جګړه کې او یا له هغه د وړاندې حکومتونو د واکمنۍ پرمهال وژل شوي دی.

ښاغلی یوسفزی شهاب وايی د یو طرز ا لعمل له مخې یې د جهاد اړوند راټول شوي اسناد د کتاب په بڼه راوړي چې تر اوسه ۱۵۰ ټوکه ته رسېدلي دي او د تاریخي پېښو په ثبت کې یې د تاریخ لیکنې له مراسلې سبکه څخه کار اخیستی دی.

"په ۱۵۰ ټوکه کې ۳۲ ټوکه د افغانستان د جهاد تاریخ دی، ۳۰ ټوکه د شهیدانو راجسټر، ۱۰ ټوکه د جهادي قوماندانانو کارنامې ، ۱۰ ټوکه د جهادي تنظیمونو کارنامې، او پاتې نور یې شعرونه او مطبوعات دی."

د هغه په وینا تر او سه یې د ( ۱۳۰۰۰۳۵شهیدانو د هویت په اړه ) معلومات راټول کړي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ښاغلی یوسفزی اوس د نوي کابل شمال لور ته په سل جریبه ځمکه کې د افغانستان د جهاد د فرهنګي موزیم د جوړولو په درشل کې دی. نوموړی غواړي دا موزیم د یادې شوې جګړې په اړه د علمي تحقیقاتو مرکز او موزیم وي. د دې مرکز ودانۍ به ۱۴ برجونه ولري چې هر یو به یې د ۱۴ کلنې جګړې د یوه کال استازیتوب کوي.

دا افغان لیکوال د دې نوښت د مالي سرچینې په اړه وايي دا هرڅه یې د خپلې کورنۍ په مالي ملاتړ ترسره کړي دي.

د ښاغلي یوسفزي شهاب په وینا د جهاد د کلونو په اوږدو کې یې له جهادي ډلو سره له نژدې اړیکې لرلې او همدې اړیکو د معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له ده سره ډېره مرسته وکړه.

"موږ قضاوت خلکو ته پرې ایښی دی او یواځې د پېښو د ثبت کار مو کړی دی، موږ داسې هڅه نه ده کړې چې د افغانستان سیاسي تاریخ ولیکو، او داهم نه شي کیدای چې په دومره لوی حجم کتاب ولیکل شي او بیا دې څوک پرې نقد ونه کړي."

شیرشاه یوسفزي شهاب

هغه د ۱۴ کلنې جګړې پرمهال د شاوخوا ۳۰۶ مجلو، ورځپاڼو، اوونیزو او میاشتنیو خپرونو کلیکسونونه راټول کړي دي. دا خپرونې په بیلابیلو جهادي تنظیمونو پورې اړه لري.

دغه راز ښاغلي یوسفزي د بیلابیلو پیښو له ۲۵۰۰۰۰ زیات انځورونه او شاوخوا ۲۰۰۰ کارتونونه راټول کړي.

د ( جهاد کور ) کارکوونکی نور الله سلام وايي دا انځورونه او کارتونونه په بیلابیلو کورنیو او بهرنیو خپرونو کې خپاره شوي دي چې د ده په وینا په منظم ډول د کتاب په بڼه راټول شوي دي.

په دې کارتونونو کې د روسانو ماتې، د خلق او پرچم ډلو ترمنځ لانجې او د افغانستان د راتلونکې په اړه نړیوالې لوبې او داسې نور د انځور په ژبه راوړل شوي دي.

شیرشاه یوسفزي شهاب د افغانستان د معاصر تاریخ د دې ترټولو مهم پړاو پیښې په ۱۵۰ ټوکه کتاب کې رانغښتې، چې نژدې سل ټوکه یې چاپ ته چمتو دي.

ښاغلي یوسفزي شهاب پر چاپي خپرونو او انځورونو بسنه نه ده کړې بلکې د یو شمېر نړیوالو راډیو ګانو د خپرونو محتویات یې د کاغذ په مخ راوړي دي.

د هغه په وینا د بي بي سي،امریکا غږ، نوي ډیلي، المان غږ او کابل راډیو د خپرونو محتوی یې په لیلکې بڼه ارشیف کړې ده.

اوس پوښتنه د بې پلوۍ په اړه ده او هغه دا چې څنګه کیدای شي په دې ۱۵۰ ټوکه کتاب کې د بې پریتوب اصل مراعات شي او د بیلابیلو جهادي ډلو له پلویتوبه ډډه وشي؟

خو ښاغلی یوسفزی شهاب وايي د دې پوښتنې ځواب او په دې اړه قضاوت راتلونکو نسلونو ته پرېږدي.

"موږ قضاوت خلکو ته پرې ایښی دی او یواځې د پېښو د ثبت کار مو کړی دی، موږ داسې هڅه نه ده کړې چې د افغانستان سیاسي تاریخ ولیکو، او داهم نه شي کیدای چې په دومره لوی حجم کتاب ولیکل شي او بیا دې څوک پرې نقد ونه کړي"

که څه هم د ښاغلی یوسفزي شهاب علمي اثار د جګړې، ورانیو ، باروتو او د سلګونه کورنیو د ویر او ماتم کیسې کوي خو نوموړی له شعر او شاعرۍ سره هم مینه لري.

تراوسه د هغه د شعرونو څو ټولګې چاپ شوې دي چې د مینې او پسرلي کیسې کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .