خوست کې ځانمرګی برید شوی

د خپريدو وخت: 05:57 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

د خوست د چارشنبې ځانمرگى بريد

د افغانستان د خوست په ولايت کې د چارشنبې په ورځ ځانمرگي بريد لږ تر لږه درې کسه ووژل او شپږ نور يې ټپيان کړل. د افغان پوځ جنرال عبدالقيوم باقيزى او يوعيني شاهد په دغه ويديو کې د پېښې حال وايي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د خوست ښار په ختیځ نژدې ۲ کلیومترۍ کې نن سهار( چهار شنبه د دسمبر ۲۶ ) شاوخوا اته بجې د یوې درنې چاودنې له امله ۳ کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

چاودنه د خوست د پخواني هوايي ډګر په دروازه کې شوې. له یاد هوايي ډګره اوسمهال د امریکايي څارګرې ادارې سي ای اې له خوا کار اخیستل کېږي.

د ناټو ځواکونو يوه وياند ويلي ياغيانو يو موټر بم چولی چې ښايي ځانمرګی بريد وي.

د خوست امنيه قومندان جنرال عبدالقيوم باقي زوی وايي بريد د خوست د پوځي اډې د دروازې مخې ته شوی دی.

په نښه شوی مرکز د کمپ چپمين په نوم یادیږي او د خوست ښار او د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو ترمنځ د لارې پر سر موقعیت لري.

د وسله والو طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دغه موټر بم برید د دوی یوه ملګري کړی، چې عمر نومېږي او د خوست اوسېدونکی دی.

"له دې مخکې هم پر یاد مرکز بریدونه شوي، چې تر ټولو مشهور هغه یې د ۲۰۰۹ کال په وروستیو کې د اردن د یوه فلسطين الاصله وګړي همام خلیل البلوي له خوا تر سره شو. "

د مجاهد په وینا په دغه برید کې لسګونه کسان وژل شوي، چې په دغه مرکز کې په استخبارتي دندو ګومارل شوي وو.

له دې مخکې هم پر یاد مرکز بریدونه شوي، چې تر ټولو مشهور هغه یې د ۲۰۰۹ کال په وروستیو کې د اردن د یوه فلسطين الاصله وګړي همام خلیل البلوي له خوا تر سره شو.

په هغه ځانمرګي برید کې، چې دا مریکا د څارګرې ادارې سي ای اې پر مامورینو وشو، د یوه اردني استخباراتي مامور په ګډون اته استخباراتي کارکوونکي ووژل شول.

هغه مهال داسې رپوټونه وو، چې ګني البلوي د امریکایانو، اردنیانو او القاعدې ترمنځ درې ګونی جاسوس دی.

تر برید وروسته پاکستاني طالبانو وویل چې دا برید د همام لخوا د بیت الله مسید د وژلو په غچ کې ترسره شو، چې د همام البلوي یوه وېډيويي پټه یې هم خپره کړه.

همام خلیل البلوي تر برید وړاندې په خپله وینا کې ویلي وو چې ارومرو به پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله مسید د وژلو غچ اخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .