د وژل شویو افغانانو کورنۍ له جرمني تاوان غواړي

د خپريدو وخت: 05:49 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

په ۲۰۱۰ کال کې د جرمني دفاع وزارت منلې وه، چې د هر وژل شوي کورنۍ ته به پنځه زره ډالر ورکړي، چې په وینا یې تر اوسه ۹۰ کورنیو دغه پیسې ورکړل شوې دي.

د هغو وژل شویو افغانانو کورنۍ له جرمني حکومته د تاوان غوښتنه کوي، چې په ۲۰۰۹ کال یې غړي په یوه هوايي برید کې وژل شوي وو.

د ۲۰۰۹ په سپتمبر کې په کندوز ولایت کې د مېشتو جرمني ځواکونو په غوښتنه ناټو ځواکونو په یوه هوايي برید کې تر ۹۰ ډېر کسان ووژل.

اوس د وژل شویو کورنۍ په جرمني کې له حکومته د مالي تاوان غوښتنه کوي، چې اټکل دی، دغه مالي تاون به درې اعشاریه درې میلیونه یورو وي.

په ۲۰۰۹ کال، په کندوز ولایت کې د جرمني پوځ د طالبانو له لوري د دوو تښتول شویو تېل ټانکرونو پر سر د بمبارۍ امر کړی و.

پوځ ویلي وو، چې په دغه برید کې ۹۱ کسان وژل شوي، خو د وژل شوو د کورنیو وکیلانو ویلي، چې د وژل شوو شمېر ۱۳۷ کسه دی.

په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم وو، چې له ټانکره یې د تېلو د رایستلو هڅه کوله.

د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر پر څلورمه دغه تر ټولو لوی لانجمن برید په افغانستان کې د جرمني پوځيانو ته د خلکو نظر بدل کړ.

جرمني پوځيانو د ناټو په مشرۍ د ایساف په چوکاټ کې فعالیت کاوه.

د دغو افغان کورنیو یوه وکیل کریم پوپل ویلي، چې موکلین یې د دې پېښې له کبله له جرمن حکومته د څلورو میلیونو او څلور سوه زره ډالرو غرامت غوښتنه کوي.

"په ۲۰۱۰ کال کې د جرمني دفاع وزارت منلې وه، چې د هر وژل شوي کورنۍ ته به پنځه زره ډالر ورکړي، چې په وینا یې تر اوسه ۹۰ کورنیو دغه پیسې ورکړل شوې دي."

ښاغلي پوپل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې: "د دغه وحشیانه جنګي عمل له کبله، ډېر یتیمان او کونډې ځان ته یوه مړۍ ډوډۍ نه شي موندلی. له پېښې تقریباً ټول ژغورل شوي کسان په سختو رواني ناروغیو اخته دي، چې هېڅ ددرملنې توان هم نه لري."

ښاغلي پوپل ویلي چې چې د وژل شوو د ۷۹ کورنیو د ۴۲۶ غړو استازیتوب او وکالت کوي.

د جرمني په بن ښار کې یوې محکمې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د غرامت له اړخه د جرمني دولت ته ۱۰ وړاندیزونه رسېدلي دي.

خو کریم پوپل تېر کال د هر قرباني شوي کس لپاره له همدې محکمې د ۳۳ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

په ۲۰۱۰ کال کې د جرمني دفاع وزارت منلې وه، چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به پنځه زره ډالر ورکړي، چې په وینا یې تر اوسه ۹۰ کورنیو ته دغه پیسې ورکړل شوې دي.

جرمني تر امریکا او برتانیا وروسته د ناټو په چوکاټ کې نژدې ۴۶۰۰ پوځيان لري، چې د هېواد په شمال کې مېشت دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .